Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سیدخېل ولسوالۍ د علماوو شورا رییس پروان کې ترور شو

د پروان ولایت د سیدخېل ولسوالۍ د علماوو رییس مولوي سیف الله صافی د ناپېژانده وسله والو له خوا ترور شو.

د سیدخېل ولسوال احمد لمر عثمان یار وايي چې دغه پېښه نن سهار (یکشنبې د غبرګولي په دویمه) د سیف الرحمن شهید لېسې د دروازې په مخکې رامنځته شوې ده.

هغه زیاتوي چې وسله وال کسان له سیمې تښتېدلي دي.

امنیتي چارواکو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

تراوسه د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

ورته مهال د حبیب الرحمن شهید ښوونځي سرمعلم نن سهار د دغه ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د ناپېژانده وسله والو له خوا ترور شو.

د پېښې شاهدان وايي چې بریدګر د دغه سرښوونکي له ترور وروسته تېښته کړې ده.

په دغې پېښه کې د دغه سرښوونکي یو زوی هم ټپي شوی دی.

تراوسه د دغې پېښې انګېزه معلومه نه ده. 

شریک یي کړئ