په فاریاب ولایت کې د لاریون په نهمه ورځ، معترضانو د دغه ولایت د نوي والي د ټاکلو لپاره ټاکنې ترسره کړې.
لاریون والو غږ وکړ، چې عبدالرشید دوستم دې، د فاریاب د نوي والي په هلکه پرېکړه وکړي او ارګ ته د څو کسانو نوملړ واستوي، چې یو کس ترې غوره شي.
د مارشال عبدالرشید دوستم ویاند احسان نیرو په دې هکله وویل:«هغه څوک چې د فاریاب د خلکو په غوښتنه وي او د مارشال صاحب په تفاهم وي په فاریاب کې دې والي وټاکل شي.»
یو له لاریون والو احسان الله قوانچ هم وايي:«که چېرې ونه منل شي وضعیت به په همدې ډول دوام پيدا کړي او تر هغې چې ځواب وړاندې کېږي، زموږ لاریون به لا پراخ دوام پیدا کړي.»
د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازی وایي چې له څو ورځو راهیسې یو شمېر سیاسي څېرې په فاریاب کې د اعتراضونه د پای ته رسولو لپاره له عبدالرشید دوستم سره د خبرو په حال کې دي:«داوود لغمانی د فاریاب والي دی. تراوسه هېڅ بله پرېکړه نه ده شوې.»
د فاریاب نوي والي داوود لغماني له شپږو ورځو راهیسې په دغه ولایت کې د پوځ په یوه مرکز کې خپل کار پېل کړی دی. د ولسي جرګې یو شمېرغړي وایي د حکومت په دې پرېکړې سره پوځ په سیاسي اختلافونو کې ښکېل شوی دی چې ښه پایله به ونه لري.
د فاریاب پخوانی والي محمدالله بتاش څرګندوي:«له پوځي ځواکونو باید په سیاسي موخو کې استفاده ونه کړو.»
بل خوا د فاریاب یو شمېر استازي وایي چې ټاکل شوې ده، په دغه ولایت کې د اعتراضونو د پای ته رسولو لپاره د پخواني ولسمشر حامد کرزي په منځګړېتوب په یوه نوملړ کې یو شمېر کسان د فاریاب د والي د څوکۍ لپاره معرفي شي او عبدالرشید دوستم او حکومت د هغو له منځه پر یوه کس سره سلا شي.
د جنبش مشرتابه غړي خبرداری ورکوي که چېرې د سیاستوالو منځګړیتوب نتیجه ورنه کړي، د هېواد د شمال په شپږو نورو ولاتیونو کې به هم اعتراضونه پېل کړي.