Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جګپوړي امنیتي چارواکي د درېیم ځل لپاره مشرانو جرګې ته حاضر نه شول

مشرانو جرګې نن یکشنبې (د غبرګولي په دویمه) امنیتي مسوولان، د وروستیو ناامنیو د سپیناوي په هکله ورغوښتي وو. خو امنیتي چارواکي نه وو ورغلي.

 د مشرانو جرګې ځينې غړي وایي، وروستۍ یوه میاشت کې دا درېیم ځل دی، چې د امنیتي بنسټونو چارواکي سپیناوي ته نه ورځي.د مشرانو جرګې مشر فضل هادی مسلمیار وایي چې له ملي امنیت شورا یې یو پيغام ترلاسه کړی چې په کې ویل شوي امنیتي چارواکي په ارګ کې د بوختیا له امله په نننۍ غونډه کې ګډون نه شي کولای.

ښاغلی مسلمیار زیاتوي:«د ملي امنیت له شورا اړیکه ونیول شوې وه چې ولسمشر له لسو بجو له غرمې وروسته تر دوو بجو له امنیتي چارواکو سره د لغمان او ځينو نورو ولایتونو په هکله چې جدي ګواښونه لري، جدي لارښونې لري او ځينې ملګرو ته یې د شپې دنده ورکړې ده چې ولایتونو ته ولاړ شي.»

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي په داسې حال کې چې غونډې ته د جګپوړو امنیتي چارواکو نه راتلل دغې جرګې ته سپکاوی ګڼي وایي د  حکومتي چارواکو د ناتوانۍ او بې غورۍ له امله هره ورځ لسګونه پوځیان وژل کېږي.
             
د مشرانو جرګې د داعي کمېسیون رییس هاشم الکوزی وايي:«د دغو مسوولانو د بې کفایتۍ له امله .... زموږ سرتېري وژل کېږي.»

د مشرانو جرګې د غړو په وینا، ناسم مدیریت، د جګړې په ډګرونو کې پوځیانو ته پر وخت د امکاناتو نه رسېدل او دا راز په ادارو کې پراخ فساد د مخالفینو له لوري د پوستو او ولسوالیو د نیول کېدو سبب شوی دی.
 
د مشرانو جرګې د عامه هوساینې د کمېسیون رییس نادر بلوچ وویل:«زموږ امنیتي چارواکي په دوو جبهو کې جنګېږي؛ یو د دښمن په وړاندې او بل د هغه فساد په وړاندې چې ملا یې ور ماته کړې ده.»
 
له دې ټولو سره سره د مشرانو جرګې رییس وایي چې ټاکل شوې ده، د سه شنبې په ورځ امنیتي چارواکي د ځواب ویلو لپاره دغې جرګې ته راشي، خو ښاغلی مسلمیار د مشرانو جرګې له غړو غواړي چې د جرګې په غونډه کې باید د حکومتي چارواکو سپکاوی ونه کړي.

ځينې سناڼوران وایي، د امنیتي بنسټونو چارواکي له دغسې چلن سره، ملي شورا ته سپکاوی کوي.  

شریک یي کړئ