Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'کابو یوه میاشت کېږي چې د کابینې غونډه نه ده جوړه شوې'

د ملي شورا ځینې غړي وایي، نږدې یوه میاشت کېږي، چې د کابینې غونډه نه ده جوړه شوې شوې.

 وکیلان وایي، اوسني امنیتي، سیاسي او اقتصادي وضعیت ته په کتو، د کابینې د غونډې نه جوړېدل د اندېښنې وړ دي. او وکیلان وایي، دا موضوع پر حکومتوالۍ منفي اغېزه کوي.

په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازې نظیفه یوسف وايي:«په ټاکلي وخت د کابینې ترسراوی حتمي او اړین دی، ځکه چې ټولې پرېکړې هلته کېږي».»

د تخار د خلکو استازی عبدالرووف شپون هم څرګندوي:«له ولسمشر نه غواړو چې بنسټیزو مسایلو ته پاملرنه وکړی او په دغه ټول وخت کې چې تاسې نه شی کولای کابینې غونډه جوړه کړئ، تاسې به څه ډول سیاسي اجماع رامنځته کړئ؟»

د ملي شورا استازي وايي که چېرې د کابینې غونډې په منظمه توګه ترسره شوې وای، اوس چې د تعلیمي کال درېیمه میاشت ده،زده کوونکي د ښوونکو، او کتاب له نشتون څخه به بې برخې نه وو.

د مشرانو جرګې د تقنین کمېسیون رییس غلام محي الدین منصف په دې هکله وايي:«درېیمه تعلیمي میاشت ده د حق الزحمه او یا هم بالمقطع ښوونکو د ګومارنې په هکله خبر نشته معارف د یوه ډېر جدي ناورین په لور روان دی.»

په همدې حال کې د کابینې یو پخوانی غړی سید مخدوم رهین وایي، تېرو کلو کې به، هره اوونۍ کې د کابینې یوه یا دوه غونډې ترسره کېدې. او کله چې هغه په کابینه کې ۱۱ کاله غړیتوب درلود هره دوشنبه به د کابینې غونډه جوړېده.

ښاغلی رهین زیاتوي:«د فرغي کمېټو سربېره وزیران وهم د اوونۍ په لړ کې درې، څلورو اړوندو وزیرانو له یو بل سره لیدل او د دوشنبې په ورځ به یې د خپل د کار رپوټ راوړه.»

دا په داسې حال کې ده چې اووه وزارتونه او مرکزي بانک د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

د تفتیش ادارې رییسې غزال حارث هم نن له خپلې دندې استعفا وکړه.

شریک یي کړئ