Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بابر فرهمند: سیاستوال د دولت عالي شورا د ترکیب په هکله اختلاف لري

له هغې یوه ورځ وروسته چې د دولت عالي شورا د غړو نومونه د طلوع نیوز له خوا خپاره شول، د ملي روغې جوړې عالي شورا مرستیال بابر فرهمند وايي چې په دغې شورا کې قومي او مذهبي ترکیب په پام کې نه دی نیول شوی.

ښاغلی فرهمند وايي چې ځينې سیاستوال په دې هکله له حکومت سره اختلاف لري چې باید حل شي.

هغه زیاته کړه:«د دولت عالي شورا د کار د پیل په هکله دوه ستر اختلافونه شتون لري، لومړی اختلاف د دولت عالي شورا د واکونو او پرېکړو په هکله دی او ټاکل شوې ده چې په کار پیل وکړي او بل اختلاف هم د دولت عالي شورا د ترکیب او د غړو د شمېر په هکله دی.»

د دولت د عالي شورا د ترکیب په هکله له ورځو ورځو سلامشورو وروسته، بالاخره تېره ورځ حکومت یو نوملړ چمتو کړ چې په هغه کې د اتلسو تنو نومونه د دغې شورا د غړو په توګه لیدل کېږي.

طلوع نیوز ته د رسېدلو معلوماتو پر بنسټ، څلوارلس سړي او څلور ښخې په دغې شورا کې به غړیتوب ولري.

په دغه نوملړ کې د ولسمشر غني، امرالله صالح، سرور دانش، عبدالله عبدالله، حامدکرزی، عبدرب الرسول سیاف، ګلبدین حکمتیار، کریم خلیلي، محمد محقق، عبدالرشید دوستم، صلاح الدین رباني، عطامحمد نور، میررحمان رحماني، فضل هادي مسلمیار او د  فاطمې ګیلاني، حسینې صافۍ، فوزیې کوفي او حبیبې سرابي نومونه لیدل کېږي.

بل خوا رپوټونه وایي چې ولسمشر ګلبدین حکمتیار، صلاح الدین رباني او حامد کرزي ته خپل استازي لېږلي دي چې د دولت د عالي شورا د نوملړ د وروستي کولو او د دې شورا د صلاحیتونو په تړاو ورسره سلا مشورې وکړي.

د پخواني ولسمشر سلاکار شهزاده مسعود وايي:«ځينې وايي چې د دولت عالي شورا د غړو شمېر باید کم وي او ځينې وایي چې باید د شورا د غړو شمېر زیات وي. ځينې نور هم وايي چې د شورا د پرېکړې کولو بڼه باید سوله وي.»

بل خوا د ملي کنګرې ګوند رییس عبداللطیف پدرام په یوې خبري غونډه کې هغه سیاستوال چې ټاکل شوې ده، د دولت عالي شورا غړي وي، په افغانستان کې د اوسنیو ټولو ناخوالو مسوول ګڼي:«د دولت عالي شورا خپل کسانو ته دې نظر وکړي! هغه کسان دي چې د افغانستان د مسایلو په سترې برخه کې لاس لري. په ډېرو مسایلو تورن دي. د ناوړه استفادې مسایل، فساد، اختلاس، نشه يي توکو قاچاق، ظلم او نورو د افغانستان په ډېرو مسایلو کې دخیل دي.»
 
د پخواني ولسمشر سلاکار طارق فرهادي هم وویل:«له ۱۷ تنو څخه یې ۱۵ تنه له ارګ څخه یا معاش اخلي او یا دا چې یوه جیره اخلي او امنیت یې نیول کېږي په حقیقت کې د ارګ جیره خواره دي.»

سرچینې وايي ټاکل شوې ده چې دا شورا ډېر ژر خپل کار پېل کړي. دغه شورا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د هېواد د وضعیت د مدیریت د څرنګوالي په هکله باید له ولسمشر سره مرسته وکړي.

شریک یي کړئ