Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د معلولانو شمېر ۵۰ سلنه زیات شوی

هرات کې د سره صلیب کمیټه وایي، دغلته جګړه کې د معلولانو شمېر د تېر کال پرتله نږدې ۵۰ سلنه زیات شوی دی.

 د دغه بنسټ د شمېرو پر بنسټ، وروستیو څلورو میاشتو کې د اتو تنو ماشومانو په ګډون، ۶۷ تنه جګړې معلول کړي دي.

په هرات کې د سره صلیب د کمېټې د ارټوپېدي مرکز مسوول سید امید شایان وايي:«سږ کال له بده مرغه د تېر کال پرتله لوړ شمېر لرو چې دغه شمېر د اتو ماشومانو په ګډون ۶۷ تنو ته رسېږي.»

د نور ګل هغه معلول کس دی چې دواړې پېښې د هرات - کندهار پر لویه لاره د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې پرې شوې دي.

اته ویشت کلن نور ګل درې ماشومان لري او خپلو بچیانو ته یې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره د هېواد له خطرونو پر ډکو لویو لارو موټر چلاوه.

د جګړې دغه قرباني هیله لري چې په هېواد کې دایمي سوله راشي:«درې ماشومان لرم، بوډۍ مور لرم... تر کله دربدري او خاورې پرسر؟ نور جګړه مه کوئ راځې سوله وکړئ.»

عبدالملک چې سرتېری و، د بادغیس په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د ماین په یوې چاودنه کې ټپي شو او یوه پښه یې پرې شوه، اوس مهال د مصنوعي پېښې په مټ ګامونه اخلي. دی او د جګړو له امله څو نور معلول شوي کسان د مصنوعي پښو او لاسونو د اخیستو لپاره د هرات ښار د سره صلیب کمېټې ته راغلي دي.

هغه وايي:«الله دې دغه هېواد ته ارامي راولي چې نور خپل ځوانان له لاسه ورنه کړو.»

 په افغانستان کې جګړه د ګڼو ولسي وګړو، پوځيانو او طالب وسله والو پر وژلو سربېره، په کال کې سلګونه کسان معلولوي. د هېواد د ورانوونکې جګړې له امله دغه معلول شوي کسان د عمر تر پایه له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

د دغه مرستندویه دفتر د شمېرو پر بنسټ، په تېرو څلورو میاشتو کې د اتو ماشومانو په ګډون ۶۷ تنه هرات ښار کې د جګړې په پایله کې معلول شوي دي.

شریک یي کړئ