Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

۴۰ تنه هندو او سیک هېوادوال بېرته هېواد ته راستانه شول

نږدې نهه میاشتې وړاندې، چې شاوخوا ۴۰ تنه هندو او سیک مذهبه افغانانو هېواد پرېښی وو، بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

 دوی وایي که حکومت ورته د سرسيوری او ماشومانو ته یې د تعلیم اسانتیا برابره کړي، همدلته پاتې کېږي. 

دغو ۲۰۰ کسانو د هماغو ۲۲ کورنیو غړي وو، چې د هېواد له پرېښودو څلور میاشتې وړاندې یې، پر عبادت‌ ځای چاودنه کې ګټیالي ووژل شول.

پرمجیت کاور له هند نه بېرته راستونه شوې ده. نوموړې ته د خپلو درېيو بچیانو د سرپرستۍ سربېره د خپلې هغې خور د څلورو ماشومانو سرپرستي هم ورلغاړې ده چې په کابل کې د سیکانو پر عبادت ځای د داعش ډلې په برید کې ووژل شوه:«له دولته مننه کوم چې زموږ د ملت لپاره او د اهل هنود لپاره چې له هنده راغلي دي مرسته شوې ده.»

له هند نه بېرته راستون شوی کس پرنام سینګ هم وايي:«غواړو چې دلته ژوند وکړو. په هند کې ژوند نه شو کولای. موږ ته ځای راکړئ. ځای او کور وي چې همدلته ژوند وکړو.»   

دغو کورنیو چې د امنیت د نشتوالي له امله په خپلو درمسالونو او عبادت ځایونو کې ژوند کاوه، هېواد ته یې په بېرته راستنېدو سره هم یوه عبادت ځای ته پناه وړې ده.
 
اوس مهال حکومت له دغو کورنیو سره د درملو او نغدو پیسو په ګډون د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې ده او وایي چې سرپناه به هم ورته برابره او ماشومانو ته به یې ښوونځي هم جوړ شي.
      
د بیړنیو حالاتو د عملیاتو د مرکز رییس احمد خان نافع څرګندوي:«د سرپناه، د ښوونځیو بحث او د نورو موردونو بحث او ټولې بنسټيزې ستونزې او اړتیاوې یې د افغانستان اسلامي جمهوریت په پام کې نیولې دي.»

په ولسي جرګه کې د سیکانو یوازینی استازی وایي چې په تېرو اتلسو کلونو کې د هېواد له پنځه زره سیکانو نه یوازې نهه سوه تنه په هېواد کې پاتې دي، د ده په وینا په کابل، غزني او ننګرهار ولایتونو کې د هغوی جایدادونه غصب شوي دي.
 
په ولسي جرګه کې د اهلو هنودو او سیکانو استازی نرېندر سنګ خالصه زیاتوي:«موږ هیله لرو چې جناب ولسمشر صاحب د ښار جوړونې او پوهنې وزارت ته لارښونه وکړي چې په دې برخه کې هم له موږ سره مرسته وکړي.»

په هېواد کې خونړیو پېښو د نورو هېوادوالو په څېر له سیکانو او هندوانو هم قرباني اخیستې ده. د شمېرو له مخې په تېرو څلورو کلونو کې د هېواد ۴۸ سیک او هندو وګړي وژل شوي او ۳۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د تېر کال زمري میاشت کې، شاوخوا ۲۰۰ تنه هندو مذهبه افغانان، د امنیتي ګواښونو او توپیري چلن له کبله، هند ته تللي وو. 

شریک یي کړئ