Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له یوې میاشتې مشورې وروسته له افغان مرکچي پلاوي سره د حقاني لیدنه

د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو مرکچي پلاويو تېره ورځ (یکشنبې د غبرګولي په ۲مه) په دوحه کې سره غونډه وکړه.

د تېرې ورځې په غونډه کې د طالبانو د مرکچي پلاوی مشر شیخ عبدالحکیم حقاني هم حضور درلود، په قطر کې سرچینې وايي چې شیخ حقاني د دغې ډلې له مشرانو سره له یوې میاشتې مشورې وروسته د جمعې په ورځ له اسلام اباد څخه دوحې ته ورسېد.
 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی وايي چې دواړه لوریو د تېرې ورځې په غونډه کې د مذاکراتو د پیل، او د دغو مذاکراتو پر څرنګوالي بحث او خبرې اترې کړې دي.
 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی غلام فاروق مجروح وايي:«د مذاکراتو د پیل او د مذاکراتو د پرمخ بیولو پر څرنګوالي په مفصله توګه بحث وشو.»

په دوحه کې د افغانانو تر منځ د سولې خبرې وروسته له هغې ودرول شوې چې، امریکا له افغانستان د خپلو ځواکونو په ویستلو کې څو میاشتنی ځنډ راوست.
طالبانو د امریکا دغه چاره د دوحې هوکړې نقض وباله او په ډاګه یې کړه چې، د سولې په اړه به په هېڅ راز غونډه کې ګډون ونه کړي.

د طالبانو د مرکچي پلاوي ویاند محمد نعیم وویل:«موږ د مذاکراتو مېز نه دی پرېښی، موږ همدلته یوو البته په سیاسي ډګرونو کې ځينې پېښې رامنځټه کېږي چې په اسلامي امارت پورې اړه نه لري.»

په دوحه کې د سولې دواړه خواوې په داسې حال کې غواړي چې، د خبرو بهیر بیا له سره پیل کړي چې، په دې وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې جګړو زور اخیستی دی.

د سولې عالي شورا پخوانی مرستیال محمد امین وقاد څرګندوي:«ډېر خلک قرباني ورکوي، د جلریز او نرخ په ولسوالیو کې څخه تېر شول؟ اوس یوازینۍ حل لار د افغانانو ترمنځ مذاکرات او هوکړې ته رسېدل دي.»

یوازې په دوحه کې نه؛ بلکې په پاکستان کې هم د افغانستان د سولې په اړه هڅې روانې دي.

د هېواد مخکیني ولسمشر حامد کرزي له یوې المانۍ رسنۍ سره په مرکه کې د دغې پوښتنې په ځواب کې چې، آیا د ولسمشر غني په ګډون د یو شمېر افغان سیاستوالو او ملا هبت الله تر منځ به په نږدې راتلونکي کې په پاکستان کې کومه غونډه جوړه شي؟ ویلي چې، لا تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویل شوي؛ خو دومره یې څرګنده کړې چې، له دغه ډول وړاندیزونو او غونډو هرکلی کوي.

له بل لوري د روسیې اسپوتنیک خبري سرچینې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر له قوله راپور ورکړی چې، په افغانستان کې د طالبانو له لوري د واک انحصار مسکو ته د منلو نه دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی دغه کتنه د سولې خبرو په پرمختګ کې یو خوځښت ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه