د ولسمشر لوړپوړی سلاکار اکرم خپلواک وايي چې د دولت عالي شورا به هېواد د سولې، جګړې او بهرنیو اړیکو په هکله یوه مشوره ورکوونکې او پرېکړه کوونکې شورا وي.
د ولسمشر سلاکار او د ملي روغې جوړې عالي شورا مرستیال اکرم خپلواک همدارګه وايي چې د دولت عالي شورا د ترکیب او شمېر په هکله مشورې وروستۍ شوې دي او د دغې شورا د لومړنۍ غونډې د ترسراوي د څرنګوالي او نېټې په هکله سلامشورې دوام لري.
نوموړی د دغې شورا غړي غړي کابو ۲۰ تنه بولي او د دولت عالي شورا به یوه دارالانشا هم ولري.
هغه زیاتوي:«تر ننه مشورې بشپړې دي ان شاالله نوملړ هم وروستی شوی موږ پر دویمه برخه، پر لومړنۍ اجنډا او د لومړنۍ غونډې د پیل پر څرنګوالي کار کوو او په دې هکله هم له ټولو دوستانو سره مشوره کوو، لومړنۍ مشوره د شورا پر جوړولو وه، غونډه په کومه ورځ وي، په دې اړه د هېواد له مشرانو سره تر مشورې وروسته به جوړه شي.»
په داسې حال کې چې، تر دې مخکې د حکومت او سیاستوالو تر منځ د دولت د عالي شورا د واکونو د څرنګوالي په اړه د نظر بېلوالی و؛ خو ښاغلی خپلواک بیا وايي چې، د دولت عالي شورا له حکومتولۍ او نورو قانوني چارو سره، سر او کار نه لري او یوازې به د جګړې، سولې او له نورو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو په اړه بحث وکړي.
ښاغلي خپلواک څرګنده کړه:«د هېواد پر سترو مسایلو چې په هغې کې سوله راځي، جګړه ده، بهرنی سیاست راځي د جګړې او سولې په هکله له ګاونډیو سره خبرې او د بهرنیو ځواکونو وتل دا ټول د هېواد سترې مسلې دي چې پر دغې اجنډا موافقه کېږي. پر هغې هم مشوره کېږي او همدرانګه بحث هم کېږي او له بحث او مشورې وروسته پرېکړه کېږي. ټول د افغانستان د اسلامي جمهوریت په څېر تر همدغه چتر لاندې د ټولو ګډه پرېکړه وي او وروسته د هغه تطبیق د دولتي ادارو کار دی.»
له دې سره سم، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي وايي، د دولت په عالي شورا کې ګډون نه کوي؛ خو په سولې بهیر کې به همکار وي.
د حزب اسلامي مشرتابه غړی همایون جریر وویل:«په دغې شورا کې دې ولسمشر، پخواني ولسمشر او د هېواد د مهمو ګوندونو مشران شامل وي، هغه ګوندونه چې پر جګړې او سوله اغېز ولري. شمېر یې له اتو تنو زیات نه وي.»
تر دې مخکې د څلورو ښځو په ګډون د یوې ۱۸ کسیزې نوملړ چې ویل کېږي د دولت د عالي شورا غړي به وي، طلوع نیوز ته رسېدلی و؛ خو اوس سرچینې بیا وايي چې، د حسینه صافۍ او فاطمه ګیلاني تر څنګ به درې نورې ښځې هم د دغې شورا غړیتوب ته ومنل شي.
د ولسي جرګې غړې بلقیس روشن وايي:«دوی هغه کسان دي چې کابل یې پر خاور بدل کړ، په جدي توګه له تاسو غواړو چې دغې شورا ته د دولت عالي شورا نه د دولت د معاملې عالي شورا نوم ورکړئ.»
سره له دې چې، ټاکل شوې وه د سیاسي هوکړې پر بنسټ د دولت عالي شورا د ملي روغې جوړې له عالي شورا سره یو ځای جوړه شي؛ خو له یوې میاشتې راهیسې د دغې شورا د جوړېدو په اړه هلې ځلې چټکې شوي او ولسمشر هم په همدې تړاو له یو شمېر سیاستوالو سره په جلا جلا توګه کتلي دي.