امنیتي سرچینې نن پنجشنبې (د غبرګولي په ۶مه) وايي چې د ننګرهار ولایت د کامې ولسوال شریف الله فضلي په یوې چاودنه کې ټپي شو.
د دغې سرچینې په وینا، د کامې د ولسوال د لېږد موټر د بهسود په ولسوالۍ کې د مقناطیسي ماین چاودنې ښکار شو، په دغې چاودنه کې د ولسوال تر څنګ، د هغه دوه ساتونکي هم ټپي شوي دي.
امنیتي چارواکي د دغې چاودنې په هکله څه نه وايي.
تراوسه د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.