Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

رپوټ: تمه کېږي چې د امریکا ۶۰۰ ځانګړي ځواکونه کابل کې پاتې شي

یوې بریټانیايي ورځپاڼې راپور ورکړی، داسې تمه کېږي چې، د امریکا ۶۰۰ ځانګړي ځواکونه او یو نامشخص شمېر بریټانیايي ځواکونه به د کابل د احتمالي سقوط د مخنیوي او د سفارتخونو د امنیت ساتنې په پار کابل کې پاتې شي.

د "ډ سن" ورځپاڼې د بریټانیا د ځینو پوځي او ملکي چارواکو له قوله لیکلي چې، د حامد کرزي د نړۍوال هوايي ډګر د امنیت ساتنې لپاره به د ترکي ځواکونو یوه اډه دغه هوايي ډګر ته نږدې جوړه شي.

بلخوا طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ولسي جرګې غړې، شینکۍ کړوخېل وايي:«امریکایان چې هر چېرته وو د خپل د امنیت د تامین لپاره یې هڅه کړې ده چې له خپلو ځواکونو استفاده وکړي او پر نورو ځواکونو اعتبار نه لري.» 

بلخوا د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له افغان امنیتي ځواکونو سره د دغه سازمان د مالي مرستو له دوامه ډاډ ورکوي:«ناټو په افغانستان کې پایدونکې همکارۍ ته ژمنه ده او په دغو همکاریو کې د افغان ځواکوانو روزنه او مالي ملاتړ او داراز پایدونکې سولې ته د رسېدو  لپاره له ټولو هڅو ملاتړ شاملېږي.»
 
بل خوا پرون د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار له خپل امریکايي سیال سره په یوې ټېلفوني اړیکه کې له افغان ځواکونو  سره د امریکا د راتلوونکو مرستو په هکله خبرې کړې دي.

د ملي امنیت د شورا د دفتر ویاند رحمت الله اندړ په دې هکله وايي:«د امنیتي همکاریو په هکله بحث وشو چې د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار هم له افغان ځواکونو سره د همکارۍ له دوامه ډاډ ورکړ.»

د امنیتي ګواښونو په هکله اندېښنې په داسې حال کې زیاتې شوې دي چې همدا اوس د هېواد ۱۵ ولایتونه د جګړې په اور کې سوځوي.

په کابل کې د اسټرالیا سفارت هم له دغو امنیتي اندېښنو وروسته په کابل کې په لنډمهالي توګه د خپل سفارت د تړل کېدو خبر ورکړی دی.
د جوبایډن د ادارې له لوري له وړاندې د ټاکل شوي مهال وېش له مخې په پام کې ده چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر د سپټمبر تر ۱۱ بشپړ شي. خو اوس مهال ځينې امریکایي رسنۍ تر ټاکل شوې مودې دوه میاشتې وړاندې د دغه بهیر د احتمالي بشپړېدو خبر ورکوي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر د روان زیږدیز کال د مې په لومړۍ نېټې پيل شو. تراوسه له هېواده د بهرنیو ځواکونو یوه پر درېیمه برخه وتلي دي.

شریک یي کړئ