Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د حکومت پر بې پروایۍ د قربانیانو د کورنۍ او شیعه علماوو نیوکې

د افغانستان د شیعه علماوو شورا او د سیدالشهدا د وژل شویو زده کوونکو کورنیو حکومت د دغې پېښې پر وړاندې پر بې غورۍ تورن کړ.

دوی وايي، د خپلو سیمو د امنیت ساتلو لپاره یې یوه امنیتي طرحه ولسمشرۍ ماڼۍ ته سپارلې؛ خو لا تر اوسه پرې غور نه دی شوی.
 
د افغانستان د شیعه علماوو شورا ویاند استاد فیاض وايي:«که چېرې نوموړې طرحه ګټوره او اغېزناکه نه وي، امنیتي مراجعو ته دې لارښونه وشي چې ژر تر ژره اغېزناکه طرحه دې چمتو او اجرا کړي.»
                
د سیدالشهدا پر ښوونځي د برید د څرنګوالي مالومېدل، د دغه برید د طرحه کوونکو موندنه او نړۍوالې محکمې ته یې معرفي کېدل او همداراز پر یاد ښوونځي د برید پر مهال د شکریې په نامه د یوې ورکې شوې زده کوونکې د برخلیک روښانه کېدل د دغې شورا له نورو غوښتنو دي.

د شکریې پلار عبدالله وايي:«که چېرې روغتونونو ته هم ځو نه شو یې پیدا کولای. که دولت ته هم ځو موږ ته ځواب نه راکوي.»

د نهه کلنې فاطمې خور نولس کلنه ملکه د سیدالشهدا ښوونځي پر زده کوونکو په برید کې وژل شوې ده. اوس فاطمه د همهغه ښوونځي په درېیم ټولګي کې پر زده کړو بوخته ده.
         
د وژل شوې زده کوونکې خور فاطمه څرګندوي:«اوس چې مې خور نشته، هېڅ ویده کېدای نه شم. فکر کوم کله چې سبا شي را به شي.»

د سیدالشهدا پر ښوونځي د برید د څرنګوالي څېړل، د دغه برید د پلانوونکو پیدا کول او د جنګي جنایتونو نړۍوالې محکمې ته د  هغوی معرفي کول ددې شورا له نورو غوښتنو دي.
 
په دشت برچي کې د سیدالشهدا ښوونځي پر ښځينه زده کوونکو برید کې د وژل شویو کسانو شمېر۸۷ او د ټپیانو شمېر ۱۸۶ ته رسیدلی دی او ددغه ښوونځي نږدې دوه سوه زده کوونکي له جدي روحي او روانې ستونزو سره مخ شوي دي.

د کابل په لوېدیځ کې سیدالشهدا ښوونځي ته څېرمه د درې پرله پیسې چاودنو کې لږ تر لږه ۸۷ تنه زده کوونکي مړه او څه باندې ۱۸۰ تنه نور ټپيان شول.

شریک یي کړئ