د ناټو سرمُنشي وایي، افغان امنیتي ځواکونه، د بهرنیو سرتېرو نه موجودیت کې هم، ګواښونو ته ځواب ویلي شي.
د ناټو سرمُنشي ینسسټولټنبرګ، پرون پنجشنبه د غبرګولي پر ۶ مه نېټه، له اسوشټیډ پریس سره مرکه کې وویل، چې ناټو به د ملکي متخصصینو په ګومارلو سره، له افغانستانه ملاتړ ته دوام ورکړي.
ښاغلي سټولټنبرګ وویل، ناټو به افغان وزارتونو کې ملکي متخصصین په دنده وګوماري، له افغان ځواکونو به مالي ملاتړ وکړي، دا راز، د افغان سولې بهیر ملاتړ به کوي او نورې ټولې هغه ژمنې به عملي کوي، چې افغانستان سره یې کړې دي.
د ناټو سرمُنشي، چې د پرتګال په اتلانتیک سمندر کې یې، د ناټو سازمان الوتکهلېږدونکې بېړۍ له نږدې کتله، وویل، افغان ځواکونه ټولو ګواښونو ته ځواب ویلی شي.
ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړه: « دا څو کاله وړاندې، د ناټو څه باندې سلزره سرتېري په افغانستان کې مېشت وو. اوس له افغانستانه په وتلو یوو. خو افغان پوځ، ډېر ځواکمن، روزل شوی او مجهز دی. پر همدې بنسټ، دا یو پرلهپسې پرمختګ و او افغانستان به یوازې نه پرېږدو. موږ د افغان پوځيانو په ملاتړ حساب کوو، خو بڼه به یې بدله وي، په دې مانا چې افغانستان کې به مو پوځي حضور نه وي.»
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ داسې مهال روانه ده، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې جګړې زور اخېستی.
افغان پوځيانو خپل ټول پام د ښارونو د امنیت ټینګښت ته اړولی، خو په لېرو پرتو سیمو کې د طالبانو د حضور د پراخېدو رپوټونه دي.
د ناټو سرمُنشي دا هم ویلي: « افغانستان کې د ناټو د پوځي حضور ختمولو له کبله ګواښونه شته. موږ په دې هکله ډېرې څرګندې او سپینې خبرې کړې دي. خو افغانستان کې د پوځي حضور دوام، په دې مانا دی، چې موږ هم، باید ځينې ګواښونه ومنو؛ د جګړې د زیاتېدو ګواښ او د ځواکونو د شمېر زیاتولو ګواښ، هغه هم په یوه داسې ماموریت کې، چې په پوځي حضور سره نه ختمېږي.»
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو سازمان، د مجمعې مشر ولکان بوزکییر، پاکستان ته په خپل سفر کې ویلي، که افغانستان کې د سولې ټينګېدو اوسنۍ موکه له لاسه ووځي، نو دې هېواد کې به د بحران ختمول ګران شي.
ښاغلي بوزکییر وویل:« زه فکر کوم، کوم څه چې پاکستان د افغانستان د سولې په هکله، له ترکیې او افغانستان سره سرته رسوي، ډېر مهم دي. که اوس څه و نهکړو، نو بل پړاو کې به، یو بېل تصویر مخې ته راشي، په دې مانا، چې د افغانستان ستونزه به پیچلې او سخته شي. په ډيپلوماسۍ او سیاست کې، تل همداسې کېږي.»
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي د ترکیې نوم، افغانستان کې د کړکېچ حل سره جوخت یاد کړی، خو پر افغان سوله د ترکیې جوړېدونکې غونډې د ترسره کېدو د نېټې څه څرګ نه لګي، که څه هم وړاندې ویل شوي وو، چې د ستنبول غونډه به تر کمکي اختر وروسته ترسره شي، خو لا یې نېټه نه ده اعلان شوې.