Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بند امیر ملي پارک کې د ګرځندویۍ څپرکي د پيل لومړنی فېسټیوال

د ګرځندویۍ څپرکي د پیل لومړني فېسټيوال کې د بامیان بند امیر ملي پارک د سلګونه هېوادوالو کوربه و.

د بامیانو د اطلاعات او کلتور ریاست وايي چې دغه پروګرام به مرسته وکړي، چې کورني او بهرني ګرځندویان د بامیان لرغوني او تفريحي ځایونه وپېژني.

په همدې حال کې ځينې هېوادوال د ګرځندویانو د جلب لپاره د بامیانو بیارغونې ته جدي پاملرنه اړینه ګڼي.
          
د بامیان اوسېدونکې شریفه آرمان وايي:«له شک پرته د دا ډول پروګرامونو جوړېدل د دغه ولایت پر لیدونکو او د بامیانو پر ګرځندویانو مثبته اغېزه لري.»
          
د کابل اوسېدونکې مریم احمدي هم وویل:«نن بامیان ته راغلي یوو. پروګرام یې عالي و. د امنیت له پلوه بامیان عالي دی.»
  
د ننګرهار اوسېدونکی همایون حبیبي هم زیاتوي:«زه له ننګرهار ولایته راغلی یم. ما ته د بامیان بېلابېلو برخو او مېلمه پالنې یې ډېر خوند راکړ.»

بند امیر هر کال د زرګونه کورنیو او بهرنیو سیلانیانو کوربه وي. د بامیان د اطلاعات او کلتور ریاست وایي چې د کلتوري پروګرامونو په جوړولو سره غواړي چې د ګرځندویۍ صنعت ته وده ورکړي.
        
د بامیان د اطلاعاتو او کلتور رییس اسحاق موحد څرګنده کړه:«د غبرګولي لومړۍ اوونۍ د تل لپاره په راتلوونکو کلونو کې د ګرځندویۍ د څپرکي د پیل په نوم نوموو. او له دې وروسته هم دا پروګرامونه به دوام ولري.»
       
د بامیان د یکاولنګ ولسوال عظیم فرید وايي:«بند امیر د ګرځندویۍ صنعت او د خلکو د اقتصاد لپاره ډېر ښه دی.»

هېوادوال تمه لري چې د ګرځندویانو د اوسېدو لپاره نور ځایونه جوړ شي.
 
کلتوري فعال اسد الله حسیني وویل:«په بامیان کې ځينې ځایونه جوړ کړل شي نړیوال هوايي ډګر دی خو له بده مرغه چې نه دی.»

بامیان د هېواد یو لرغونی ولایت دی چې په دې موسم کې کورني او بهرني ګرځندویان ورځي.

هېوادوال وايي چې د ګرځندویۍ د صنعت د ودې لپاره په بامیان کې ځينو جوړونو ته باید جدي پاملرنه وشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه