د البېروني پوهنتون د استادانو او کارکوونکو د لېږد پر موټر چاودنې څلور تنه وژلي او ۱۳ تنه نور یې ټپيان کړي دي.
د پروان پولیس وايي چې دغه چاودنه د دغه ولایت د بګرام ولسوالۍ په رباط سیمه کې رامنځته شوې ده.
ویل کېږي چې د البېروني پوهنتون رییس هم د ټپيانو په منځ کې دی.
د پروان د مُلکي روغتون سرطبیب ډاکټر قاسم وايي چې د درې تنو ټپيانو روغتیايي حالت نازک دی.
تراوسه د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې دد غې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.
په دې اړه مو اندونه