Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سولې مرکچي پلاوي ځینې غړي به دوه ورځې وروسته دوحې ته ولاړ شي

له څه باندې یوې میاشتې وقفې وروسته ټاکل شوې ده چې په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاويو ترمنځ مذاکرات له سره پېل شي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي غړی نادر نادري وايي چې ټاکل شوې ده چې ددغه پلاوي ځينې غړي د دوشنبې او یا هم سې شنبې په ورځ دوحې ته ولاړ شي.

ښاغلی نادري زیاتوي چې په لومړي سر کې پتیل شوې ده چې د جمهوریت مرکچي پلاوی اته تر لسو تنو لپاره دوحې ته ولاړ شي.

د جمهوریت پلاوی په دې باور دی چې طالبان به د ترکیې په کنفرانس کې د معنی داره ګډون لپاره چمتو نه شي چې له همدې امله به د جمهوریت د پلاوي په باور په دوحه کې مذاکرات ډېر وخت ونیسي.
 
ښاغلي نادري څرګنده کړه:«دا تمه چې په یوې، دوو شپږو میاشتو کې او یوه کال کې پایلې ته ورسېږو، د ټولو جګړو په څېر او د سولې د ټولو بهیرونو په څېر، ډېر ژر ده.»

د مذاکراتو د اوږدېدو خبره په داسې حال کې مطرح کېږي چې پرون د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وویل چې په وروستي یوه کال کې د طالبانو د مشر د برخلیک په هکله معلومات نشته:«۱۲ میاشتې کېږي چې له هبت الله څخه هېڅ خبر نشته او طالبانو هم په تېرو ۱۲ میاشتو کې له هغه څه نه دي اورېدلي.»
 
خو طالبان دا خبرې بې بنسټه ګڼي او  په دوحه کې د مذاکراتو د دوام لپاره د دې ډلې د چمتووالي خبره کوي.

د افغانستان د ملي نجات جبهې مشر ذبیح الله مجددي وویل:«هیله لرو چې طالبان سوله ومني او دې وروسته د جګړې د دوام لپاره پلمې نشته.»

د جوبایډن له لوري د امریکایي ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته، طالبانو د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې ځنډ د دوحې د موافقې نقض وباله او ویې ویل چې دا ډله به د سولې په رابطه هېڅ یوې غونډه کې ګډون ونه کړي،خو دې ډلې د کوچنۍ اختر له دویمې ورځې راهیسې د جمهوریت له پلاوي سره دوې غونډې کړې دي.

شریک یي کړئ