Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دوستم د فاریاب ولایت لپاره حکومت ته خپل ځینې غوراوي وړاندیز کړي

د فاریاب د والي پر سر د اختلافونو او اعتراضونو په لړ کې، د مارشال دوستم لور او زوی د فاریاب له ځينو استازو سره په یوې غونډه کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي دي.

مارشال دوستم ته نږدې کسان وايي چې پخواني ولسمشر حامد کرزي ته یې د دوو کسانو نومونه سپارلي، چې حکومت یې د فاریاب د نوي والي په توګه وټاکي.

د فاریاب د والي په توګه د محمد داوود لغماني له معرفي کېدو سره، په دغه ولایت کې شخړې او اعتراضونه خپل وروستي حد ته ورسېدل، د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی د حکومت او مارشال دوستم ترمنځ د منځګړي په توګه لاس په کار شو.

په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازې شفیقه سخا یولچي وايي:«هغه غوراوي چې مارشال صاحب او همدارنګه د فاریاب خلکو تایید کړي، ښاغلي کرزي صاحب ته یې ورکړل او ټاکل شوې چې له ولسمشر سره شریک کړل شي.»

د فاریاب د ولایتي شورا مرستیال صبغت الله سېلاب هم وویل:«د فاریاب د نوي والي د ګومارلو پر سره تراوسه د معترضانو - چې د فاریاب د یوه اوسېدونکي د ګومارنې غوښتونکي وو او مرکزي حکومت ترمنځ هوکړه نه ده شوې.»

په فاریاب کې له کابو دوو اوونیو لاریون وروسته، محمد داوود لغماني چې خپل کار یې د فاریاب د والي په توګه د ملي پوځ په یوې اډه کې مخته بیوه، په دې وروستیو کې کابل ته راوغوښتل شو او تېره ورځ د غزني د والي په توګه معرفي شو. 

د سیمه ییزو ارګانونو ادارې رییس شمیم خان کټوازی څرګندوي:«د دې لپاره چې ډموکراسۍ ته ژمن پاتې شو، موږ هلته (فاریاب کې) یو مرستیال درلود چې کلونه کلونه کاري او سرپرستۍ تجربه لري هغه مو هلته د سرپرست په توګه وګوماره.»

له بل لوري فاریاب کې معترضان وايي؛ تر هغو چې د مرکزي حکومت له لوري یې غوښتنو ته رسېدنه ونه شي اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

یو له معترضانو فایض څرګندوي:«په هغه صورت کې چې مرکزي حکومت زموږ د خلکو غوښتنې ته لیبک ونه وايي، موږ اړکېږو هغه ادارې مو چې پرانیستې دي بېرته وتړو.»

اعتراضونه اولس ورځې مخکې له هغې وروسته پیل شول چې حکومت د مارشال دوستم له نږدې کسانو نقیب الله فایق یې د فاریاب ولایت له مقام لېرې او د هغه په ځای یې محمد داوود لغمانی معرفي کړ. 

شریک یي کړئ