Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندوز کې د طالبانو له زندانه پینځه تنه ازاد شول

دا پینځه کسان د کومانډو ځواکونو په عملیاتو کې، د کندوز ښار د څلورمې حوزې اړوند، "قوش‌تپه" سیمه کې، د طالبانو له زندانه ازاد شوي دي.

د ملي دفاع وزارت، نن دوشنبه د غبرګولي په ۱۰ مه نېته، یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې کندزو ښار کې یې د طالبانو یو زندان مات او پینځه تنه یې ترې ازاد کړل.

د دفاع وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، د دغو پینځو کسانو د ازادولو عملیات د کندوز ښار د څلورمې حوزې اړوند، "قوش‌تپه" سیمه کې شوې دي.

د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې د کومانډو ځواکونو دې عملیاتو کې ۱۲ تنه طالبان وژل شوي او ۸ نور نیول شوي دي.

خو طالبانو تراوسه، د دې خبر په هکله څه نه دي ویلي.

این افراد در جریان عملیات نیروهای کماندو در روستای "قوش تپه" حوزۀ چهارم شهر کندز، آزاد شدند.

شریک یي کړئ