Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د فساد په هکله د مالیې وزارت د معلوماتو پر نه ورکړې نیوکې

له اداري فساد سره د مبارزې خپلواک کمېسیون پر مالیې وزارت له نیوکې سره وايي چې دغه وزارت په ګمروکونو کې د فساد په هکله معلومات نه ورکوي.

د دغه کمېسیون چارواکي وايي چې د هېواد په ګمرکونو کې د اوه تر اته مېلیونو ډالرو له حیف و میل کېدو په هکله د رپوټ له خپرېدو وروسته، له مالیې وزارت څخه د معلوماتو غوښتونکي شول، خو د لسو ورځو په تېرېدو سره دغه وزارت تراوسه په دې هکله کمېسیون ته هېڅ معلومات نه دي استولي.

له اداري فساد سره د مبارزې د خپلواک کمېسیون رییس عبدالقیوم نظامي په دې هلکه وویل:«د مالیې وزارت د سرپرست له قانوني مکلفیتونو څخه دي! کله چې دا ډول یوه مسله مطرحه کړې ده احتمالاً له دوی سره به اسناد او ځينې معلومات وي؛ د کمېسیون جدي غوښتنه همدا ده چې دغه معلومات ژر تر ژره شریک کړي.»

د مالیې وزارت ویاند رفیع تابع بیا داسې وايي:«موږ پر دغو ډلو خپل کارونه او څېړنې پیل کړې دي او د څېړنو له بشپړېدو وروسته موږ یې رپوټ د ملت له استازو سره شریکوو.»

له اداري فساد سره د مبارزې د کمېسیون له جوړېدو شپږ میاشتې تېرېږي. د دغه بنسټ په جوړېدو سره له اداري فساد سره د مبارزې ګډه کمېته، د چارو د ادارې سکرټریت، د چارو ادارې د شتمنیو د ثبت او څېړلو اداره او د بازرس اداره منحل شوي دي.

د دغه بنسټ رییس وایي چې په دې موده کې د اداري فساد یوویشت لویې دوسیې څېړل شوي دي.
 
یوولس ورځې وړاندې د مالیې وزارت د هېواد د ګمرکونو په عوایدو کې په ورځ کې تر اته میلیون ډالرو پورې د پیسو په حیف ومیل کې د ولسي جرګې د یو شمېر غړو د نفوذ او لاس لرلو خبره وکړه، خو له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون وایي چې د مالیې وزارت سرپرست تر اوسه دغه اطلاعات له دغه کمېسیون سره نه دي شریک کړي.
  
د ولسي جرګې یو شمېر غړي د هغو کسانو د نومونو نه اعلانېدل چې په مستقیمه او نامستقیمه توګه د هېواد د عوایدو په حیف ومیل کې لاس لري، خیانت ګڼي.
     
د ولسي جرګې د مالي او بودیجه کمېسیون غړی عبدالرووف انعامي څرګنده کړه:«ډېری هغه ادارې چې له فساد سره د مبارزې لپاره جوړې شوې دي سیاسي ماهیت لري.»
      
د ولسي جرګې غړی ګل رحمان همدرد وايي:«په دې موخه جوړېږي چې له فساد سره مبارزه وکړي؛ خو له بده مرغه په خپله اداره په فساد تورنېږي.»

له دې ټولو سره سره د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمېسیون وایي چې د هېواد عدلي او قضايي بنسټونه له اداری فساد سره د مبارزې په چاره کې له ستونزو سره مخ دي او په دې برخه کې د اصلاحاتو د رامنځته کېدو لپاره د ولسمشر له پرلپسې ژمنو سره سره تر اوسه دغه ژمنې عملي شوې نه دي.
 
د مالیې وزارت سرپرست، تېره اوونۍ د هېواد په ګمرکونو کې په فساد د ککړو کسانو د نوملړ په هکله خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې دا نوملړ به خپور کړي.

شریک یي کړئ