د بغلان ولایت سیمهییزو چارواکو، نن (سهشنبه د غبرګولي په ۱۱ مه) وویل، چې د مرکزيبغلان ولسوالۍ، د امنیېقوماندانۍ ودانۍ ته نږدې زورورې چاودنې، څلور تنه سرتېري وژلي او ۱۰ تنه نور یې ټپیان کړي دي.
دا پېښه پرون دوشنبه داسې مهال شوې، چې د مرکزيبغلان ولسوالۍ، د امنیېقوماندانۍ ودانۍ ته نږدې موټربم چاودنه وشوه.
بلخوا طلوعنیوز ته یوې امنیتي سرچینې ویلي، د مرکزيبغلان ولسوالۍ امنیهقوماندان هم دې پېښه کې ټپي شوی دی.
سرچینې ویلي، چاودنه کې ملکي کسانو ته هم د سر او مال زیان اوښتی دی.
طالبانو ویلي، دا د دوی کار و.
د طالبانو یوه ویاند زیاته کړې، چې یو ځانمرګی بریدګر له چاودېدونکو موادو ډک موټر کې و او د مرکزيبغلان ولسوالۍ، د امنیېقوماندانۍ ودانۍ یې په نښه کړې ده.
بل لوري، سرچینې وایي، مرکزيبغلان کې تر موټربم چاودنې وروسته، د پلخمري ښار شاوخوا کې، د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې شوي دي.
بغلان کې د ملياردو د درېیمې لوا قوماندان فریدخان سیدخیلي، د مرکزيبغلان ولسوالۍ موټربم چاودنې په هکله ویلي: "چاودنه دومره زوروره وه، چې تر ۵۰۰ مترۍ پورې ملکي کسانو ته یې زیان اړولی دی. عامو خلکو ته ډېر زیان اوښتی دی. "
سیدخیلي دا هم ویلي: " د طالبانو تر دې موټربم چاودنې وروسته، ورپسې بریدونو ته یې ځواب ویل شوی او ۱۵ کسانو ته یې مرګژوبله اوښتې ده، چې مړي یې د جګړې په ځای کې پاتې دي. "
په تېرو شاوخوا درېیو اوونیو کې، د بغلان ولایت اړوندو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې جګړې شوې دي.