Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ناټو سرمُنشي وایي، افغانستان کې امنیتي وضعیت لاهم "ننګونکی" دی

د ناټو سرمُنشي ینس‌سټولټنبرګ وایي، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتلو سره یوه وخت کې، ناټو له افغانستان ملاتړ ډېروي.

د ناټو سرمُنشي پرون (دوشنبه د غبرګولي په ۱۰ مه) د ناټو غړو هېوادونو د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وړاندې، خبري کنفرانس ته وویل، چې د افغانستان امنیتي وضعیت "ستونزمن" او "ننګونکی" دی.

ښاغلي سټولټنبرګ وویل، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو سره باید افغان ځواکونه، د خپلې راتلونکې ټول مسوولیت ومني.

تر دې وړاندې، د امریکا د دفاع وزارت چارواکو هم ویلي وو، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر ۲۵ په سلو کې بشپړ شوی‌دی.

د روان ۲۰۲۱ میلادي کال، د اپریل په میاشت کې، د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ، چې ټول امریکایي ځواکونه به، د همدې ۲۰۲۱ میلادي کال، د سپټمبر تر ۱۱ مې له افغانستان ووځي.

بل‌خوا، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر دوام سره، دوحه کې د سولې په ټپه ولاړو خبرو پیلېدو او د افغانستان د دولت عالي شورا جوړېدو لپاره هڅې په ډېرېدو ښکاري.

خو له دغو هڅو سره سم، د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې دي او د امنیتي بنسټونو د معلوماتو پر بنسټ، لږ تر لږه ۱۸ ولایتونو کې جګړه روانه ده.

تر کومه چې د ناټو د سرمُنشي د خبري کنفرانس مهم ټکي دي، هغه ویلي، له افغانستانه د ناټو ځواکونو د وتلو پرېکړه به ځينې خطرونه هم ولري، خو که افغانستان کې د ناټو ځواکونه پاتې وای،" نو ورسره به موږ ته خطرو ډېر، جګړې ډېرې، تلفات ډېر او ځواکونه هم ډېر وای. "

ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړې:" نو موږ اوس داسې پرېکړه کړې، چې راتلونکو څو اوونیو کې افغانستان کې خپل ماموریت بشپړ کړو. زه فکر کوم، چې موږ باید دا درک کړو، چې زموږ موخه افغانستان کې دایمي حضور نه وو. "

د ناټو سرمُنشي ټينګار کړی، چې تر دې وړاندې تجربه کې، د بهرنیو ځواکونو شمېر له سلو زرو، ۱۰ زرو ته راکم شو.

ینس‌سټولټنبرګ دا هم ویلي:" که څه هم افغانستان کې موږ پوځي حضور ختموو، خو له افغانستانه به په نورو بڼو خپل ملاتړ پراخوو. تر ټولو لومړی دا چې افغانستان کې به ملکي حضور جاري ساتو، چې افغان امنیتي بنسټونو ته مشورې ورکړو او ظرفیتونه یې لوړ کړو."

هغه یو ځل بیا ټینګار کړی، چې ناټو به د افغان ځواکونو بودیجه برابروي او دا ډاډ به ترلاسه کوي، چې افغان ځواکونو ته پام وړ پیسې بېلوي.

د ناټو سرمُنشي زیاته کړې:" موږ دا نیت لرو، چې افغان ځواکونه له افغانستانه بهر وروزو او اوس‌مهال پر دې هم کار کوو، چې مهمې زیربناوې څرنګه خوندي وساتو؟"

د ناټو د سرمُنشي دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د افغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد پرون وویل، چې کېدای شي افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پوځي حضور ختمېدو نه وروسته هم، بهرني ځواکونه، له افغان ځواکونو هوایي ملاتړ وکړي.

ښاغلی خالد چې په بهر کې تر درملنې څو میاشتې وروسته افغانستان ته راستوی شوی، د ځینو افغان ځانګړو ځواکونو فراغت‌ِغونډه کې یې وویل، له افغان پوځيانو به یوه سیمه هم، سقوط و نه‌کړي.

ښاغلي خالد ویلي:" دا وطن به د دوښمن لاس‌ته و نه‌لوېږي. موږ ښه تجربه لرو او چاته‌هم دا اجازه نه ورکوو، چې اردو ګډه‌وډه کړي."

ښاغلي خالد دا هم ویلي:" نړۍ او ناټو موږ سره دي. هر کله چې ورته اړتیا وي او هر کله چې موږ یې وغواړو – کېدای شي بهرني هوايي ځواکونو موږ سره د اړتیا په ځایونو کې مرسته وکړي. "

شریک یي کړئ