Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یوه افغان د ایران په یوه علمي المپیاد کې لومړی مقام ترلاسه کړ

د لومړي ځل لپاره یو افغان زده کړیال بریالی شوی چې د ایران په یوه علمي المپیاد کې لومړی مقام خپل کړي.

محمد مسیح اوس مهال چې د لېسانس کچې زده کړې کوي او د ایران مشهد ښار کې زېږېدلی. ده هغه وخت مشهد کې زده کړې پیل کړې، چې د افغان مهاجرو د زده کړو پر وړاندې محدودیتونه وو.

هغه افغان زده کړیالان، چې ایران کې ژوند او زده کړې کوي وايي، هلته لا هم محدودیتونه پر خپل ځای دي او دوی کانکور ازموینه کې د لوړو نمرو په ترلاسه کولو سره بیاهم نشې کولی ځينو پوهنتونونو ته لار ومومي.

محمد مسیح حمیدي په ایران کې د لېسانس دورې په وروستي کال کې د علمي المپیاد په سیالیو کې د ۱ زرو ۶۸۰ زده کړیالانو په منځ کې د دغه المپیاد لومړی مقام وګاټه.

د دغه المپیاد پایله د همدې اوونۍ په سر کې اعلان شوه.

د دغه علمي المپیاد له جوړېدو ۲۵ کاله تېرېږي خو دا لومړی ځل دی چې، یو افغان د دغه المپیاد لومړی مقام ګټي.

محمد مسیح حمیدي په دې هکله وايي:«خوشحاله یم چې په پوهنتون کې زما استادان د دې لپاره چې افغان یې تبعیض نه دی کړی. په ځانګړې توګه هغه نورو اتباعي وګړي چې په ایران کې په فعالیتونو بوخت دي پرمختګ کوي د ځينو محدودیتونو سربېره چې شتون لري پر هغو اتباع او شهریه ګانو چې ورکوي یې ناهیلې نه شي؛ خو د هغه سترې موخې لپاره چې په ژوند کې لرو او په راتلوونکي کې له خپلې تصحیلي څانګې استفاده ولري هېڅکله له خپلو هڅو لاس په سر نه شي.»

محمد مسیح حمیدي په مشهد کې زېږېدلی؛ خو دا چې د هغه کورنۍ د کډوال په توګه په هغه ښار کې ژوند کوي؛ نو ده نشوای کولی چې، د خپلې سیمې په ښوونځي کې نوم لیکنه وکړي. بالاخره دې ته اړ شو چې، هره ورځ له کوره د ډېر مزل په وهلو سره هغه ښوونځي ته ځان ورسوي چې افغان کډوال پکې د درس ویلو اجازه لري.

د محمد مسیح حمیدي مور وحیده رحماني څرګندوي:«څلور بچیان لرم او مسیح مې دویم اولاد دی. له دې خوشحاله یم چې په المپیاد کې یې لومړی مقام ترلاسه کړی دی د خپلو هڅو او ګاللو زحمتونو حاصل یې ترلاسه کړ او ترڅنګ یې خوشحاله یم چې له دغه خبر سره زموږ د هېوادوالو زړونه ښاد شول.»

زهرې تاجیک چې، په ایران کې یې د میخانیک په څانګه کې ماستري کړې وايي، په یاد هېواد کې افغان ځوانان د لوړو زده کړو په برخه کې لا هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

دا زیاتوي، سره له دې چې، مور یې ایرانۍ ده؛ خو اړه وه چې، د لوړو زده کړو لپاره فیس تحویل کړي او د دې اجازه یې هم نه درلوده چې د ایران په هر پوهنتون کې چې وغواړي تحصیل وکړي.

نوموړې وايي:«زه د خپل پلار په ملاتړ چې زما تر شا ولاړ وو وتوانېدم چې ماستري مې په ایران کې ترلاسه کړم، خو دې ته په پام سره چې ما په ډولو برخو کې د دولتي کانکور په توګه ګډون کړی و؛ خو اړه وم هغه لګښت چې دولت پر ما یا د ایران د لوړو زده کړو وزارت مشخص کړی و ورکړم او دا لګښت به مې پلار پرې کاوه او وتوانېدم چې دې ځای ته ورسېږم او درس ولولم او هېواد ته خدمت وکړم؛ خو زما یو شمېر ملګري دا ډول کار یې ونه شوای کړی او هغوی اړ شول ځينې درسونه پرېږدي.»

د هېواد د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، دمګړۍ شاوخوا زر افغان ځوانان د دولتي بورسونو په وسیله په ایران کې پر لوړو زده کړو بوخت دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه