Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د ناټو ډېپلوماټیک حضور

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر دوام سره، د ناټو سرمُنشي ینس‌سټولټبرګ پرون (سه‌شنبه، د غبرګولي په ۱۲ مه) یوې خبري غونډې ته وویل، د ناټو ملګري به کابل کې خپل ملکي او ډېپلوماټیک حضور ته دوام ورکړي او افغان ځواکونو ته به مشورې ورکوي. دا راز، د افغان ځواکونو د ظرفیت لوړولو کې به همکاري هم کوي.

ښاغلي سټولټنبرګ دا څرګندونې پرون په بروکسل کې، د ناټو د دفاع وزیرانو تر غونډې وروسته کړې دي.

د ناټو سرمُنشي ټینګار وکړ، چې ناټو به د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

سټولټنبرګ زیاته کړه: " موږ له افغانستانه د باندې، د افغان ځانګړو ځواکونو د روزنې پر څرنګوالي پام ساتو."

د ناټو سرمُنشي دا هم وویل: " موږ به هغه خدمتونه تمویل کړو چې زموږ ملګري او نړۍواله ټولنه پرې کابل کې خوندی پاتې کېدای شي. په دې ملاتړ کې به د کابل د هوایي ډګر تمویل هم شامل وي."

د ینس‌سټولټنبرګ په وینا، د ناټو دفاع وزیرانو داسې موافقه کړې، چې له افغانستانه دایمي ملاتړ "ښه‌غوراوی" دی چې پر بنسټ به یې، د ناټو غړي هېوادونه وکړای شي، د افغانستان سولې بهیر کې همکاري وکړي.

د ناټو له سرمُنشي، کابل کې د اسټرالیا د سفارت د بندولو په هکله پوښتنه وشوه، هغه په ځواب کې وویل: " ناټو په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ نظامي ماموریت د بشپړولو په حال کې ده، خو زموږ د خدماتو وړاندې کولو لړۍ به روانه او په نورو بڼو وي. "

ښاغلي سټولټبرنګ دا هم ویلي: " د ناټو ملګري په خپلو کې پر دې بوخت دي، چې ډاډه شي، افغانستان کې د مهمو زیربناوو د ساتنې ملاتړ کوي، تر څو په لویه کچه یې له نړۍوالې ټولنې ملاتړ کړی وي."

بروکسل کې دې خبري کنفرانس ته د ناټو سرمُنشي وویل، د ناټو ملګرو، افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو حضور سره، د یوه مسلکي او ځواکمن پوځ په جوړولو کې همکاري کړې ده.

سټولټنبرګ زیاته کړې، چې د افغانستان د کړکېچ یوازینۍ حل لار، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې مذاکرات دي، چې په دې سره به افغانان د خپل راتلونکي لپاره مسوولیت سرته ورسوي.

بل‌خوا د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وایي، د امریکا د دفاع وزیر لوېډ‌اسټین، د ناټو دفاع وزیرانو غونډه کې د افغانستان او عراق په هکله خبرې کړې دي او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو غږېدلی دی.

د کربي په وینا، د امریکا دفاع وزیر ژمنه کړې، چې امریکا به له افغانستانه ملاتړ کوي او له ناټو سره به په ګډه، افغانستان کې د ناټو ملکي ماموریت کې همکاري کوي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند وایي، ښاغلي اسټین ټینګار کړی، چې امریکا به، عراق کې داعش ډلې ته ماتې ورکولو او دې برخه کې، د عراق له دولته ملاتړ ته ژمنه وي.

افغانستان کې د ناټو ډېپلوماټیک حضور

د ناټو سرمُنشي وایي، د ناټو دفاع وزیرانو پر دې موافقه وکړه، چې له افغانستانه دایمي ملاتړ "ښه غوراوی" دی.

شریک یي کړئ