Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دولتي بنسټونو کې د سرپرستانو د کار پر دوام د خلکو د استازو نیوکې

د ولسي جرګې ځينې غړي په دولتي بنسټونو کې د سرپرستانو د کار پر دوام نیوکه کوی او وايي چې له دغه کار سره د ولسمشر موافقت له اساسي قانون څخه سرغړونه ده او په دې ترتیب د حکومت کار نامشروع دی.
 
د کابینې کابو لس غړي سرپرستان دي چې د پارلمان له خوا یې د اعتماد رایه نه ده تر لاسه کړې او یا هم حکومت هغوی د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړي نه دي.

د ولسي جرګې ځينې غړي وايي چې د اساسي قانون په وړاندې د حکومتي چارواکو بې غورۍ به په هېواد کې د کړکېچ د لا زیاتېدو لامل شي. 
  
د ولسي جرګې دویم مرستیال نجیب الله ناصر وویل:«په جدي توګه هیله کوو چې نور په وزارتونو کې د سرپرستۍ دود ته د پای ټکی کېږدئ.»
      
د ولسي جرګې غړې ذکیه سنګین هم زیاتوي:«قانون وايي چې سرپرستان هېڅ ډول اجرايي واک نه لري؛ خو نن دغه سرپرست وزیران له قانون هغې خوا کړنې کوي.»   

دغه استازي وايي چې په هېواد کې قحط الرجال نه دی ،خو حکومت د دې پر ځای چې د اساسي قانون غوښتنې ته چې د نوماند وزیرانو معرفي کول دي، پام وکړي، د سلیقې له مخې د چارواکو په ټاکولو او ګوښه کولو سره کړکېچ رامنځته کوي.

د ولسي جرګې غړی ابدال الله محمدي وايي:«د دې لپاره چې حکومت وزیران نه معرفي کوي شورا تړو.»

ورته مهال د ولسي جرګې د منشي مرستیال پر خپلو همکارانو هم نیوکه کوي او وایي چې د ولسي جرګې څه باندې ۷۰ سلنه غړي غیرحاضري لري.
       
د ولسي جرګې د منشی مرستیال حجت الله خردمند زیاتوي:«په کمېسیونونو او تالار کې د استازو غیرحاضریانې له ۷۰ سلنې زیاتې دي.»

د کابینې د کابو لسو غړو په ګډون، د سترې محکمې څو غړي سرپرستان دي او دا راز د اساسي قانون پر پلي کېدو د څارنې کمېسیون او سرې میاشتې چارې د اساسي قانون پر خلاف له شپږو میاشتو راهیسې د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.
 
د ولسي جرګې یو شمېر غړي د اوسني کړکېچ په تېره په حکومتي ادارو کې د فساد د پراختیا یو لامل د سرپرستانو د کار دوام ګڼي او ځينې خو یې ان د پارلمان د تړل کېدو خبرداری ورکوي.

شریک یي کړئ