Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تېرې ورځې د چاودنو ډېری قربانیان له بې وزلو کورنیو دي

د هغو دوو چاودنو قربانیان چې تېره ورځ ماښام د کابل په لوېدیځ کې پر ښاري کاسټر موټرو وشول، ډېری یې هغه کسان دي چې د سړک غاړې ته یې توکي پلورل او له بې وزلو کورنیو څخه وو.

دغه دوه چاودنې، تېره ورځ په څو دقیقه يي واټن کې د کابل ښار د درېیمې حوزې په اړوند سرکاریز سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې د کابل د لوېدیځ اوسېدونکي په ښاري کاسټر کې کور ته تلل.

د دغې پېښې یو وژل شوی ۷۵ کلن بوډا قربان علی دي چې د کابل په کارته سه کې لاسي کراچۍ لرله او د سړک غاړې ته یې توکي پلورل.

د دغه بوډا سړي کورنۍ چې د کابل په دشت برچي کې ژوند کوي، وايي چې هغه به د کار لپاره سهار وختي له کور څخه وته او د شپې تر ناوخته به یې کار کاوه.

د قربان علي د کورنۍ غړۍ محمد ابراهیم وايي:«هر وخت شپږ بجې یا اوه بجې راته. تېره شپه مې هم له ځان سره کړل ښايي راشي، په تمه وم چې له روغتونه زنګ راغی چې بابه ټپي شوی دی. ولاړم ومې لیدل چې لاس یې نشته، پښه یې ژوبله شوې ده.»

د قرباني علي ۸۰ کلنه سپين روبي مېرمن وایي له حکومته یې تمه دا ده چې د دې خونړۍ پېښې عاملان مجازات کړي:«زما خاوند ملا تړی د کار په لور ولاړ، مړی یې راوړ. یوازې نه وو یو کاسټر خلک ووژل شول.»

یوویشت کلن مسلم د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې د ګولایي دواخانې سیمې ته نږدې پر یوه کاسټر موټر چاودنه کې ټپي شوی دی، له څو ساعته جراحي عملیاتو وروسته یې سترګې پرانستې دي، خو خبرې یې ټولې د چاودنې د وېرې او ډار کیسې دي.

نوموړی وايي:«په کاسټر کې لس تنه وو. ما چې کله سترې پرانیستې ومې لیدل چې لاس او پښې پرتې دي او موټر اور اخیستی دی.»

ډاکټران وایي چې د چاودنو په تېره بیا د سړک پر غاړه او موټرو کې د اېښودل شویو مایونو د چاودنو د پېښو د ټپيانو درملنه د دوی لپاره تر ټول سخت کار دی او کله خو د دوی له ټولو هڅو سره سره ټپيان ساه ورکوي.
 
په تېره یوه میاشت کې دا د کابل په لوېديځ کې دویم خونړی برید دی چې ولسي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.

که څه هم څو اوونۍ وړاندې د ولسمشر دویم مرستیال د کابل د لوېدیځ د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره د یوې امنیتي طرحې خبره وکړه، خو لاهم لیدل کېږي چې په چاودنو کې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د کابل د دې سیمې خلکو ته اوړي، هېوادوال وایي چې د حکومت پر هر ډول امنیتي طرحې بې باوره شوي دي. 
 
شریک یي کړئ