Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کندهار دهلې د اوبو بند له یوې میاشتې راهیسې د طالبانو واک کې دی

د کندهار د دهلې د اوبو بند له یوې میاشتې راهیسې د طالبانو په واک کې دی او د کندهار د اوو ولسوالیو ځمکې د همدې بند له اوبو آبادې دي.

د کندهار ارغنداب، شاولي کوټ، ژړی،میوند، پنجوايي، ډنډ او دامان ولسوالی په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې د دهلي د اوبو له بند څخه خړوبیږي.

د نورو کلونو پر خلاف سږکال د یادو ولسوالیو کروندګر تر دې مهاله د دهلې بند له اوبو محرومه دي او که چېرې ځمکو ته یې اوبه ونه رسېږي نو د کال ټوله خوارې به یې په سیند لاهو او باغونه به یې هم وچ شي.

یو له دغو بزګرو حیران وايي:«اوبه د خدای ورکړل شوی نعمت دی او موږ هم مسلمان یوو. دا په حکومت پورې څه اړه لري چې هغه تړي؟ ولې وطن بربادوئ وروڼو؟»

بل بزګر عبدالرازق هم وویل:«اوس د انارو د ودې فصل دی او که چېرې هغوی ته اوبه ونه رسېږي، وچېږي.»

په همدې حال کې د شاه ولي کوټ ولسوالۍ ځايي چارواکي وايی چې د دهلي بند د بېرته ترلاسه کولو لپاره عملیات پیل شوي دي.

د کندهار د امنیه قومندانۍ د امنیت امر غورځنګ افریدي څرګندوي:«اوس عملیات په ښه توګه مخته ځي او ډېر ژر زموږ ځواکونه خپلې موخې ته رسېږي.»

د ۲۰۵ اتل قول اردو درستیزوال عبدالمتین حسین خېل وايي:«دا واقعیت دی چې دښمن هغه څه چې د ملت په ګټه وي، له منځه وړي خو زموږ امنیتي ځواکونه له میړانې سره دفاع کوي.»

خو طالبان بیا وايي چې، د اوبو چارو د تنظیم ادارې کارکوونکي کولی شي چې، یاد بند ته ورشي او د دغه ولایت کروندګرو ته اوبه برابرې کړي.

بزګر شکایت لري که چېرې د هغوی ځمکو ته اوبه ونه رسېږي کروندې او بڼونه به یې وچ شي.

شریک یي کړئ