Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د رستاخیز تغییر جنبش کلیزه؛ د معترضانو وژونکي نه دي نیول شوي

د کابل په زنبق څلور لار کې د څلور کاله مخکې په برید کې د وژل او ټپيان شویو ځينې کورنۍ وايي، حکومت او په ځانګړې توګه عدلي او قضايي بنسټونه د یادې پېښې د عاملینو د محاکمه کولو لپاره اراده نه لري.

د ۱۳۹۶ کال د غبرګولي په ۱۲مه لاریونونه چې په تاتریخوالي واوښتل، لږ تر لږه ۷۰ لاریونوال ووژل شول او څه باندې ۳۰ تنه نور ټپیا شول. لاریون کوونکي ادعا کوي چې امنیتي ځواکونو پر هغوی برید کړی دی.

د وژل شویو لاریون والو کورنۍ، نن چهارشنبې کابل کې په یوې غونډه کې حکومت او عدلي او قضايي بنسټونه د وژل شویو کسانو د دوسیو په څېړنه کې په بې غورۍ تورن وي.
 
د رستاخیزتغیر د غورځنګ غړی کلیم الله همسخن وايي:«شکایت ته اقدام او د لاحې نړیوالې محکمې ته د دوسیو لېږد.»

د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار زوی سالیم ایزدیار یو له هغو معترضانو څخه وو چې د کابل ښار په زنبق څلور لار کې د جنش رستاخیز تغییر په لاریون کې ووژل شو.

محمد علم ایزدیار په نننۍ غونډه کې د ملي روغې جوړې عالي شورا پر مشر عبدالله عبدالله او نورو حکومتي چارواکو نیوکه کوي او وايي چې پر دغې پېښې یې سترګې پټې کړې کړي:«د حکومت له راسه تر پایه، هغه کسان چې پرېکړه کوونکي دي او چې تېره ورځ د ملي یووالي حکومت په وخت کې د هېواد واګي یې په لاس کې وو او نن هم په واک کې لري دوی په دې قتل کې شریک دي.»  

ښاغلی عبدالله په حکومت او عدلي او قضایي ادارو  کې نیمګړتیاوې مني، خو وایي چې دغه ډول چلن د خلکو او حکومت تر منځ واټن رامنځته کوي:«کله چې موږ د خپلو خلکو دغه ابتدايي سوال ته ځواب نه شوو ورکولای، طبعاً فضا همدا فشا کېږي چې موږ په هغه کې یوو.»

د ۱۳۹۶ کال د غبرګولې پر لسمه د کابل په زنبق څلور لاره کې د موټر بم چاودنې په ترڅ کې شاوخوا زرو تنو ته مرګ ژوبله واوښته. 

یو شمېر ځوانان د هماغې میاشتې په دولسمه د عدالت غوښتنې لپاره واټونو ته راوتلل، خو له امنیتي ځواکونو سره له نښتې وروسته پنځه تنه دغه معترضان ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.

شریک یي کړئ