Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل د تېرې ورځې د چاودنو د قربانیانو شمېر ۱۰ تنو ته لوړ شو

د کابل د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند سرکاریز سیمه کې د تېرې شپې د دوو چاودنو د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰ تنو ته لوړ شو.

په دغو چاودنو کې د ښاري خدمتونو دوه کاسټر موټر په نښه شوي دي، چې ۱۲ تنه یې ټپيان کړي هم دي.

لومړني ماین د سه شنبې شپې په اوو نیمو بجو د درېیمې حوزې په سرکاریز تمځای کې پر یوه کاسټر موټر وچاودېد. په دې چاودنه کې شپږ تنه ووژل شول.
 
د پېښې شاهد مهدي په دې هکله وايي:«موتر چې همدې ځای (د پېښې ځای ته نغوته کوي) ته ورسېد چاودنه یې وکړه. زه ګنس شوم، د هټۍ مخې ته ولوېدم.»

څلورلس کلن علي اقا د دغو چاودنو یو له قربانیانو دی. د نوموړي کورنۍ وايي هغه غوښتل چې په همدغه موټر کې د خپل یوه خپلوان واده ته ولاړ شي، د علي کورنۍ وایي چې د اوو روغتونونو له لټولو وروسته یې، د هغه مړی په ډېر بد وضعیت کې په عدلي طب کې پیدا کړ:«څلور کلن ماشوم یې ټوټې ټوټې کړ، ایا دولت شتون لري که یوازې په نوم دولت دی؟ که چېرې دولت دی ولې د ملت غم نه خوري.»

له لومړنۍ چاودنې څو شېبې وروسته په همدغه ځای کې پر یوه بل کاسټر موټر چاودنه وشوه. په دې چاودنه کې څلور تنه ووژل شول.
 
د سیمې اوسېدونکی سید نور الله سادات څرګندوي:«پرون مې ماشومان له ویالې راویستل، ټول ملکیان وو، په منځ کې یې پوځي نه وو.»

په داسې حال کې چې د دغو چاودنو مسوولیت کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی، ځينې سیاستوال او د ولسي جرګې غړي د پلازمېنې په دې سیمه کې پر ولسي وګړو بریدونه پلان شوي ګڼي.
 
د ولسي جرګې غړی عارف رحماني وویل:«د امنیتي ځواکونو له چارواکو سره کله چې کېنو مشخص ادرسونه اعلان وي؛ طالب دی، داعش دی، حقانی دی! خو دا د نسل وژنې سریال نه پای مومي او نه هم کمېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې کابو یوه میاشت مخکې، د کابل په لوېدیځ کې درې چاودنو د یوه ښوونځي زده کوونکي په نښه کړل؛ هغه چاودنې چې د ۸۷ تنو ژوند یې واخیست او څه باند ۱۸۰ تنه نور یې ټپیان کړل.

په دې چاودنو کې چې دوه کاسټر موټر په نښه شوي ۱۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۲ نور ټپيان دي.

شریک یي کړئ