Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملګري ملتونه وايي، طالبان لا هم القاعده سره نږدې اړیکې لري

د ملګرو ملتونو یو رپوټ چې پرون (چهارشنبه د غبرګولي په ‍۱۲ مه) خپور شوی، په‌کې راغلي، طالبان او القاعده لاهم نږدې اړیکي لري او د دواړو ډلو ترمنځ د اړیکو د پرې کېدو هېڅ نښې نه‌شته.

رپوټ کې راغلي: "په اړیکه کې هېڅ پام وړ تغییر نه دی راغلی. بلکې د خپلوۍ او مشترکې مبارزې له اړخه دا اړیکې لا غښتلې شوې دي."

القاعده سره د طالبانو د نږدې اړیکو په هکله د ملګرو ملتونو دا رپوټ داسې مهال دی، چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن او د ناټو د پرېکړې پر بنسټ، ټول بهرني ځواکونه د روان میلادي کال، د سپټمبر تر ۱۱ مې له افغانستانه وځي.

د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ مه، د امریکا د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ حکومت او طالبانو، په دوحه کې یو سند لاسلیک کړ، چې پر بنسټ یې طالبانو ژمنه کړې وه، چې نورو ډلو سره به ګروپي یا هم انفرادي اړیکې نه ساتي.

د ملګرو ملتونو رپوټ کې راغلي: "د دوحې لاسلیک شوي سند کې د طالبانو او القاعدې د اړیکو د پرې کولو ویل شوي، خو د دې سند ضمایم پټ دي او د تمو په هکله ډېر څه نه‌شته." 

د ملګرو ملتونو دې رپوټ کې زیاته شوې:" القاعده د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې فعاله ده او زیات یې د افغانستان په ختیځ، سویل ختیځ او سویل کې دي. مشري یې شیخ محمود کوي."

همدا رپوټ وایي: " په یوه بېلګه کې طالبانو د القاعدې ۱۹ غړي یوه لېرې ځای ته بوولي، چې ورته د پېښ احتمالي ګواښ مخنیوی یې شوی وي. "

له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو د لړۍ سره سم، افغانستان کې تاوتریخوالی تر بل هر وخت ډېر شوی.

د ملګرو ملتونو رپوټ هم وایي، چې ۲۰۲۰ کال افغانستان کې تر ټولو خونړی کال و او د روان ۲۰۲۱ کال لومړیو درېیو میاشتو کې د ثبت شوي تاوتریخوالي شمېرې د ۲۰۲۰ کال ورته مودې پرتله ۶۰ سلنه زیاتې دي.

القاعده سره د طالبانو د نږدې اړیکو په هکله د ملکرو ملتونو دا رپوټ داسې مهال دی، چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن او د ناټو د پرېکړې پر بنسټ، ټول بهرني ځواکونه د روان میلادي کال، د سپټمبر تر ۱۱ مې له افغانستانه وځي.

شریک یي کړئ