Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

لوېدیځ کې د علماوو شورا مرستیال په هرات کې ووژل شو

ناپېژاندو وسله‌والو، لوېدیځ کې د دیني علماوو او روحانیونو د شورا مرستیال مولوي محمد کبا‌ب‌یانی په هرات کې وژلی دی.
د هرات سیمه‌ییز چارواکي وایي، دوو موټرسایکل سپرو وسله‌والو، لوېدیځ کې د علماوو شورا مرستیال، د هرات په انجیل ولسوالۍ کې، خپل کور ته نږدې په ډزو وژلی دی.
د هرات والي سید وحید قتالي ویلي: «هر هغه فکر او هر هغه عالم، چې خلکو ته سکون وي، خلک سوکاله ساتي، د خلکو تر څنګ وي او د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام نه ملاتړ کوي، دغسې په نښه کېږي.»
د مولوي کبا‌ب‌یاني تر وژنې وروسته، نن په هرات کې ځینو دیني عالمانو یوه غونډې کې پر علماوو بریدونه وغندل او د دا شان بریدونو پر دوام یې اندېښنه وښوده.
د مولوي محمد کباب‌یان له خپلوانو سید ابوبکر وویل:« دوه تنه موټرسایکل‌سپاره یې څنګ کې ودرېدل او ښه راغلاست یې هم ورته ویلی، بیا یې ویلي چې یوه پوښتنه لرو. همدې شېبه کې چې ویلي یې دي پوښتنه لرو، پر مولوي صاحب یې ډزې کړي دي. په دې سره یې د لمر په شان روښان یو جید دیني عالم له‌منځه یووړ.»
په همدې حال کې د هرات د لوی جامع جومات خطیب مولوي هبت الله فاضلي ویلي: «په کوم جرم ووژل شو؟ مولوي کباب‌یاني داسې عالم و، چې تل یې د منبر له لارې خلک خیرغوښتنې، عدالت‌غوښتنې او امنیت ته دعوتول.»
مولوي محمد کباب‌یاني هرات کې د سولې په هکله اکثرو غونډو کې ګډون کاوه. هغه تل تاوتریخوالی او د خلکو وژل غندل او د جګړې ښکېلې خواوې یې سولې ته هڅولې.
بل لوري د هرات د حج او اوقافو رییس عبدالخالق حقاني وایي:«تېرکال او د سږکال تراوسه، شپږ تنه دیني عالمان په نښه شوي دي. د دیني عالمانو او بې‌ګناه  خلکو وژل د اسلام دین له نظره حرام عمل دی او هېڅ دلیل نه‌لري.»
وروستۍ یوه اوونۍ کې دا دویم دیني عالم دی، چې ناپېژاندو وسله‌والو په هرات کې وژلی دی. تراوسه د دواړو عالمانو د وژنې مسوولیت چا نه‌دی منلی.

شریک یي کړئ