Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات درېیو ولسوالیو کې نښتې

د هرات درېیو ولسوالیو کې وروستیو نښتو کې، د فارسي ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د سرپرست سید شفیق جاهد په ګډون ۴ تنه افغان نظامیان او ۲۱ تنه طالبان وژل شوي.

د هرات والي سید وحید قتالي نن (جمعه د غبرګولي په ۱۴ مه) طلوع‌نیوز ته وویل، چې طالبانو تېره شپه په فارسي، ګلران او ادرسکن ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي.

ښاغلی قتالي وایي، د فارسي ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ سرپرست، له یوه پولیس سرتېري سره په راکټ لګېدلی او وژل شوی دی.

د هرات د والي په وینا، په فارسي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې ۱۳ تنه طالبان وژل شوي.

په ګلران ولسوالۍ کې نښته کې د ملي امنیت دوه تنه سرتېري وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي.

له ادرسکن ولسوالۍ په رارسېدلي خبر کې ویل شوي، چې طالبانو د کاروان‌ګاه سیمه کې د پولیسو یوه پوسته لاندې کړې ده.

طالبانو سره دې نښتو کې څلور تنه نظامیان ټپیان شوي او درې تنه نظامیان طالبانو له ځانونو بوولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه