Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسلام‌اباد ته د کابل ځواب: "نړۍ د سولې ورانکاري پېژني"

د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ له څلورمې درې اړخیزې غونډې او دې غونډه کې افغان سولې لپاره د دغو هېوادونو د همکارۍ تر ټينګار یوه ورځ وروسته، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د سولې ورانکاري ټولې نړۍ ته معلوم دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت، افغانستان کې دننه د سولې تخریبوونکو په هکله د پاکستانیو چارواکو وروستیو څرګندونو ته په غبرګون وایي، د سولې تخریبوونکي هغوی دي، چې جګړې ته زور ورکولو سره یې افغانستان کې وین‌توېیدنې ته دوام ورکړی.

افغان بهرنیو چارو وزارت وایي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي په اسلام اباد کې د تاجکستان له ولسمشر سره کتنه کې ویلي، چې افغانستان کې دننه ځینې کسان د سولې د پروسې تخریبوونکي دي.

د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې لیکل شوي، چې افغانسان، د افغانستان سولې برخه کې له پاکستانه د عملي ګامونه تمه لري او د اسلام اباد له‌خوا د اعلامیو په خپرولو سوله نه ټینګېږي.

د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ له څلورمې درې اړخیزې غونډې او دې غونډه کې افغان سولې لپاره د دغو هېوادونو د همکارۍ تر ټينګار یوه ورځ وروسته، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د سولې
ورانکاري ټولې نړۍ ته معلوم دي.

د ولسي جرګې غړي نعمت الله کریاب ویلي: «د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.»

د پاکستان د بهرنیو چاو وزیر شاه‌محمود قریشي، وړمه ورځ د اروپايي ټولنې پارلمان سره یوه انلاین غونډه کې هم ورته خبرې کړې ده.

ښاغلي قریشي ویلي: «په افغانستان کې دننه او بهر ځينې کړۍ دي، چې سوله او امنیت نه‌غواړي. موږ د دغسې تخریبوونکو دسیسو ته هوښیار یوو.»

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، افغانسان، د افغانستان سولې برخه کې له پاکستانه د عملي ګامونه تمه لري
.
په دې هکله پخواني ډيپلوماټ عزیز معارج ویلي: «پاکستان تل د افغانستان د سولې په برخه کې ورانکاری سیاست مخته‌کړی.»

ښاغلي معارج زیاته کړې: «شته داسې کسان چې وروستیو کلونو کې یې جګړه کې ګټه کړې او پوهېږي، چې که سوله راشي او افغانستان کې سوکالي وي، بیا به یې ګټې په خطر کې وي او حساب به ورسره کېږي.»

په دې تړاو ازاد خبریال سمیع یوسفزي ویلي: «زما په باور د هغوی خبرې د ولسمشر غني څرګندونو سره تړاو لري چې ویلي یې وو پاکستان دې یو انتخاب وکړي. »

د پاکستاني چارواکو څرګندونو ته د افغانستان بهرنیو چارو وزارت دا تازه غبرګون داسې مهال دی، چې څو ورځې وړاندې د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار، حمدالله محب په ننګرهار کې یوه غونډه کې پاکستان تورن کړی وو چې د افغانستان سولې بهیر کې همکاري نه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه