Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ایاز نیازي د برید نه‌څېړلو له کبله د علماوو نیوکې

د صلاح‌الدین رباني له خوا یوه جوړه شوې غونډه کې دیني عالمانو وویل، حکومت کې دننه ځینې کړۍ دي، چې د مولوي ایاز نیازي د ترور په څېر پېښو د څېړلو مخنیوی کوي.

د وزیر محمد اکبرخان مسجد د امام او خطیب مولوي محمد ایازي نیازي د ترورو یو کال پوره شو، خو تراوسه د پېښې د څېړنې په هکله معلومات نه‌شته.

ځینو دیني عالمانو ویلي، دوی نه پوهېږي، چې د ځانونو د امنیت ټینګښت لپاره چاته ورشي.

د افغانستان د شیعه مذهبو علماوو شورا یوه غړي حسن محمد شاکري ویلي: «که وغواړو د دې پرګنو امنیت ټینګ کړو نو چاته لاړ شو. د دې خاورې مدیریت زموږ په واک کې نه‌دی.»

د علماوو د دې غونډې ګډونوالو ویل، حکومت کې دننه ځینې کړۍ دي، چې ترورونو کې لاس لري او د دغسې پېښو د څېړلو مخنیوی کوي.

د حزب اسلامي مرستیال فضل هادي وزین ویلي: «دا سلسله باید بنده شي. حکومت باید هڅه وکړي او که طالبان راوېښ نه شي، که په خپل مسوولیت عمل و نه‌کړي او د سولې بهیر بیا راژوندی نه‌کړي زه فکر کوم، کېدای شي افغانستان کې ډېر څه پېښ شي. د ولسي پاڅون په شان څه.»

په همدې حال کې صلاح‌الدین رباني اوسني وضعیت کې د علماوو پر رول ټينګار سره ویلي، د مولوي محمد ایاز نیازي د ترور د پېښې نه څېړل د پوښتنې وړ چاره ده.

ښاغلي رباني ویلي: «افغانستان په یو حساس پړاو کې دی او زموږ ټولو مکلفیت دی، چې له دې حالته تېرېدو لپاره هڅې وکړو او کرار پاتې نه‌شو. اوسني وضعیت کې غلي پاتې کېدل، عواقبو سره ملتیا ده.»

ارګ د پورته ادعاوو ردولو سره ویلي، چې د ټولو هېوادوالو د امنیت ټینګښت د حکومت مسوولیت دی.

پرون پنجشنبه د وزیر محمد اکبرخان جومات کې علماوو وویل چې تېر یو نیم کال کې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه علما وژل شوي. علماوو ویلي، حکومت د دغسې پېښو څېړلو کې پاتې راغلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه