د افغانستان د شمال ختیځ ولایت بدخشان په کوهسان ولسوالۍ کې هوایي برید کې ولسي پاڅونوال په نښه شوي دي.
بدخشان کې سیمهییزو سرچینو نن (شنبه د غبرګولي په ۱۵ مه) ویلي، افغان هوایي ځواک پرون جمعه په کوهسان ولسوالۍ کې هوایي برید کړی، چې د ولسي پاڅونوالو ۱۲ کسان یې وژلي دي.
د عاشور په نوم د ولسي پاڅونوالو یو قوماندان هم وژل شوی دی.
بدخشان کې ځایي سرچینو ویلي، تر برید وروسته ۸ تنه ولسي پاڅونوال ترې تم شوي دي.
ځایي چارواکو لا تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
په دې اړه مو اندونه