د بادغیس ولایت په ابکمري ولسوالۍ کې یوې چاودنې ۱۱ ولسي وګړي وژلي دي.
د ابکمري ولسوال خدا داد طیب وايي چې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې پر یوه مسافر وړونکي موټر د سړک غاړې ماین چاودنه وکړه.
د نوموړي په وینا، دغه پېښه نن شنبې ۵:۳۰ دقیقې د ابکمري ولسوالۍ په چلانک سیمه کې شوې ده.
که څه هم د ابکمري ولسوال وايي چې دغه ماین د طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی و، خو طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه ویلي.