Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په اوو ولایتونو کې جګړه؛ ۴۳ پوځيان وژل شوي او ۲۸ ټپيان دي

په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د هېواد د اوو ولایتونو ځينو برخو نښتو کې لږ تر لږه ۴۳ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۲۸ نور ټپيان شوي دي.

خو امنیتي بنسټونه وايي؛ په دغه موده کې لږ تر لږه ۱۸۰ طالبان وژل شوي او نږدې ۱۰۰ نور ټپيان دي.

له دې سره په یو وخت طالبانو ادعا کړې، چې د نورستان دواب او مندول، د دایکندي ګېزاب، د زابل شینکی، د هرات فارسي او د غزني ده یک ولسوالیو باندې یې ولکه کړې؛ خو حکومت بیا دغه ادعاوي رد کړي.

له دي منځه بغلان، بدخشان او بادغیس هغه ولایتونه دي، چې امنیتي ځواکونو تلفات په کې ډېر ښودل شوي دي.

له بغلانه رارسېدلی خبروایي چې د دغه ولایت پر جلګه ولسوالۍ د طالبانو د جمعې شپې په یرغلیز برید کې د جلګه او برکه ولسوالیو د امنیه قومندانو په ګډون اته پوځيان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.
                 
د بغلان امنیه قومندان احمد جاوېد بشارت په دې هکله وايي:«وسله وال مخالفین پنځه وژل شوي او شش ټپيان لري. له بده مرغه زموږ د پولیسو شپږ سرتېري هم شهیدان شوي دي.»

د بغلان په پنځو ولسوالیو او د پلخمري ښار په څنډو کې د جګړې زیاتېدو خلک اندېښمن کړي دي.
                           
د بغلان اوسېدونکي دین محمد وویل:«په بغلان کې ناامنۍ خپل وروستي حد ته رسېدلي دي، په ځانګړې توګه په هغو ولسوالیو کې چې د دښمن په کلابندۍ کې دي. که چېرې مرستندویه ځواکونه ونه رسېږي وضعیت به بدتر شي.»
                       
د ولسي جرګې غړی اسدالله شهباز هم وايي:«که چېرې مرکزي حکومت د بغلان امنیت ته پاملرنه ونه کړي، امنیتي ستونزې زیاتېږي او خلک به له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخ شي.»

بل خوا د بدخشان ولایتي شورا د دولتي ځواکونو په یوه هوایي برید کې تر ۲۰ د زیاتو ولسي پاڅونوالو د وژل کېدو خبر ورکوي.
           
د بدخشان د ولایتي شورا غړی محبوب الرحمان طلعت څرګندوي:«د ولسي پاڅون کوونکو ځواکونه د هوايي ځواکونو له خوا په نښه شول چې په پایله کې یې د قومندان هاشم په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپیان دي.»

په هرات، زابل، کندهار، سمنګان او بادغیس ولایتونو کې د جلا جلا امنیتي پېښو په ترڅ کې د ۲۱ دولتي سرتېرو د وژل کېدو او د ۱۵ نورو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

خو پوځ وایي چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې تر ۲۵۰ زیات طالبان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د بادغیس د ولایتی شورا غړی عبدالله افضلي په دې هکله زیاتوي:«که چېرې وضعیت همدا ډول دوام پیدا کړي او د جوند ولسوالۍ ته پاملرنه ونه شي، موږ به د یوه ستر ناورین شاهد واوسو.»
                 
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی هم څرګندوي:«د جګړې په وضعیت کې د جګړې تکتیک ته په پام سره مخته تګ او شاتګ شتون لري. په دغو سیمو کې زموږ ځواکونه له بشپړ ځواک سره حضور لري. او امنیتي ګواښونو د رفع او د وضعیت د ښه والي لپاره منظم پوځي پروګرام د اجرا په حال کې دی او ډېر ژر به وضعیت عادي حالت ته راوګرځي.»

هېوادوال چې د امنیتي وضعیت خرابېدو ته اندېښمن دي، تمه لري چې ښکېل لوري تاوتریخوالی پای ته ورسوي او سولې ته د رسېدو لپاره هڅې وکړي.

پوځ وایي چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې تر ۲۵۰ زیات طالبان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ