Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سیاستوال: په کور دننه اختلافونو د هېواد امنیتي وضعیت ننګولی

ځينې سیاستوال او د ګوندونو استازي وايي چې په کور دننه اختلافونه د دې لامل شوي دي چې په هېواد کې امنیتي وضعیت خراب شي.

له دې منځه د حزب اسلامي رییس عبدالهادي ارغندیوال وايي چې د دغو اختلافونو دوام وضعیت دې ځای ته رسولی دی چې اوس د هېواد هېڅ برخه امنه نه ده.

ښاغلي ارغندیوال چې نن په کابل کې یوې غونډه کې وینا کوله، په حکومت کې شامل او له حکومته دباندې سیاستوالو څخه غواړي، چې افغانان د خپلو سیاسي اختلافونو قرباني نه کړي:«د دغه مظلوم ملت لپاره چې هره ورځ او شپه یې بچیان شهیدان کېږي، له جګړې لاس واخلئ او نور مه پرېږدئ چې نور خلک ستاسو په وسیله د پردیو تر ظلم، جنایت او وژنې لاندې راشي.»

له دې سره هم مهاله، د ملي نجات ګوند مشر او د ولسمشر سلاکار ذبیح الله مجددي وايي؛ دولت کې ځينې سیاستوال د سولې پر ځای جګړه غواړي او خلک وسله وال کوي، چې د هېواد راتلونکي لپاره خطرناکه دی.

په دې لړ کې د افغانستان د نجات د ملي جبهې ګوند مشر او د ولسمشر سلاکار وایي چې داسې سندونه په لاس کې لري چې یو شمېر سیاستوال د امنیتي وضعیت د خرابېدو په پلمه پر ناقانونه ډلو وسلې وېشي.
 
د نجات د ملي جبهې ګوند مشر ذبیح الله مجددي څرګندوي:«بچیان او ماشومان یې د جګړې په جبهو کې نه وژل کېږي او فکر کوي که چېرې سوله راشي نو موږ مطرح نه یوو.»

له دې سره جوخت داسې نیوکې هم شته چې د حکومت ډیری پرېکړې ټولګډونه نه دي او د سولې په خبرو کې باید د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې قربانی نه شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی مرستیاله مژګان مصطفوي وویل:«له دغو وروڼو زما غوښتنه دا ده چې د افغانستان له مېرمنو خپل ملاتړ ته دوام ورکړئ. ښځې یوځل د جګړې قرباني وې او یوځل نه شي چې د افغانستان ښځې د سولې قرباني شي.»

د سیاستوالو ترمنځ د اختلافونو د دوام، او دا راز په هېواد کې د جګړې د دوام او د سولې بهیر د ناڅرګند برخلیک په تړاو په داسې حال کې نیوکې کېږي چې د دولت د عالي شورا د جوړېدو چې ټاکل شوې وه، د شلو سیاستوالو په حضور سره جوړه شي، څه څرک نه لګېږي.

دا په داسې حال کې ده چې دم کړۍ د هېواد کابو ۱۰ ولایتونو په ځینو برخو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

شریک یي کړئ