د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ امنیه قوماندان برهانالدین پهلوي نن (یکشنبه د غبرګولي په ۱۶ مه) ویلي، چې د نظمعامې پر قرارګاه چاودنه کې ۱۰ سرتېري وژل شوي او ۴ ترې تم دي.
د پهلوي په وینا یو سرتېری له چاودنې روغ پاتې شوی دی.
د شهرک ولسوالۍ امنیه قوماندان برهانالدین پهلوي وایي، له چاودنې وروسته ۴ سرتېري ترېتم شوي دي.
د شهرک ولسوالۍ امنیه قوماندان وایي، قرارګاه ویجاړه شوې او طالبانو ځینې وسایل له ځانونو سره وړي دي.
د غور دغه ځایي چارواکی ادعا کوي، چې شاوخوا ۵۰۰ طالبانو پر شهرک ولسوالۍ برید کړی وو او دې ولسوالۍ کې لا هم امنیتي ګواښ جدي دی.