Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پکتیکا کې له ملکیانو سره د یوه قومندان د ناوړه چلن په هکله ادعاوې

د پکتیکا د وړممۍ ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي چې، کابل ته راغلي په دې ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو یو قومندان د سیمې له خلکو سره پر بد چلن تورن وي.

دوی ادعا کوي چې، دغه قومندان له کلونو راهیسې په وړ ممی ولسوالۍ کې د خلکو ځمکې غصبوي، د هغو د ونو حاصلات ټولوي او همداراز د ځنلګونو ونې وهي.

خو د پکتیکا د والي ویاند وايي، که چېرې د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي په رسمي توګه له یاد قومندانه دوی ته شکایت وکړي؛ نو ولایت مقام به دغه موضوع وڅېړي.

تورخان د پکتیکا د وړ ممۍ ولسوالۍ د سرحدي ځواکونو د یوه قومندان له ظلمه داسې شکایت کوي:«قطب الدین قومندان راغی موټر ته یې وخېځولم، دواړه یې ټانک ته وخېځول. دوه ساعته به یې وړي یي، نور یې ویشتلي وو. او هلته یې پرېښي وو.»

د وړممۍ بل اوسېدونکی افسر هم څرګندوي:«قطب الدین نومي له موږ سره ډېر ظلم کړی دی له هغه سره یو خلیل او بل محمد شاه دی او یو کوجر دی دا ورسره ولاړ دي.»

د وړممۍ بل اوسېدونکی داوود هم وايي:«شپږ میاشتې کېږي چې کابل ته راغلي یوو او چا مو غږ نه دی اورېدلی.»

د وړ ممی ولسوالۍ دغه اوسېدونکي له یاد قومندانه چې قطب الدین نوميږي او پر قومندان بدین مشهور دی د شکایت په موخه له څو میاشتو راهیسې په کابل کې شپې او ورځې تېروي.

دوی یاد قومندان او وروسره څو نور افسران د ولسي خلکو پر شکنجه کولو، وژنو، زوراکۍ، د ځمکو پر غصبولو، د خلکو له ځمکو د حاصلاتو پر راټولولو او د ځنګلونو د ونو پر وهلو تورنوي.

د دغو کسانو په وینا، دغه ټولې چارې له تېرو اتلسو کلونو راهیسې د یادې ولسوالۍ پر خلکو شوې او لا هم روانې دي.

په ولسي جرګه کې د پکتیکا د خلکو دغه استازی وایي چې د سرحدي ځواکونو له دغه قومندان نه یې د ولسمشرۍ لومړي معاونت ته هم شکایت کړی دی.

د ولسي جرګې غړی محمد میرزا کټوازی په دې هکله څرګندوي:«ما د قطب الدین په هکله رسماً شکایت له ولسمشر او د ولسمشر له لومړي مرستیال سره کړي دي او ډېر ژر به پکتیکا ولایت ته سفر ولري یو به د شنو ځنګلو مخه ونیول شي چې د وی هلته ځنګلونه پرې کوي. او هلته په ډېرو مسایلو کې لاس لري.»

خو د د پکتیکا د والي ویاند وایي چې د سرحدي ځواکونو له دغه قوماندان نه یې په رسمي توګه د چا شکایت نه دی ترلاسه کړی.
                       
د پکتیکا د والي ویاند غازي دانش په دې هکله وايي:«قطب الدین چې په بدین مشهور دی زموږ یو زړور او باشهامته سرحدي قومندان دی. چې کلونه راپه دې خوا له دښمن سره مخامخ جګړه کوي او زیاتې لاس ته راوړنې لري. او ولسونه چې پر دې باندې کومې ادعاوې لري د ځنګلونو د وهلو او غصب موږ ته یې د ده په هکله کوم رسمي سند نه دی راوړی. او نه د ولایت مقام ته عارض شوي دي. که کوم سند لري د ولایت له مقام سره دې شریک کړي چې عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شي.»

د دغو کورنیو د سندونو له مخې، څو کاله مخکې یې هم له قومندان بدین او نورو پلویانو یې مرکز ته شکایت کړی وو.
دمګړۍ د پکتیکا په وړ ممی ولسوالۍ کې د مخابراتي خدمتونو د نشتوالي له امله له یاد قومندان سره د اړیکو نیول شونې نه دي؛ خو ملي دفاع وزارت بیا وايي چې، په دې برخه کې به له څېړنو وروسته نظر ورکړي.
 
خو د پکتیکا د والي ویاند وایي چې د سرحدي ځواکونو له دغه قوماندان نه یې په رسمي توګه د چا شکایت نه دی ترلاسه کړی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه