Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رپوټ: سي ای اې د افغانستان ګاونډ کې د خپل ماموریت ملاتړ لټوي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون د یکشنبې پر ورځ  خپل یو رپوټ کې د امریکا د سي ای اې د کارپوهانو د خبرداري لنډیز خپور کړی دی. 

رپوټ کې راغلي، چې د امریکا استخبارات هڅه کوي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته، ترهګرۍ سره ګډې مبارزې لپاره یوه تګلاره برابره کړي.

رپوټ کې راغلي: « سي ای اې داسې لارې لټوي چې پر مټ یې په دغه هېواد کې د استخباراتو، جنګ جګړې او ترهګرۍ سره د مبارزې معلومات راټول کړي او دا په داسې حال کې چې د سي ای اې کارپوهانو د طالبانو ورځ تر بلې زیاتېدونکي خطر خبرداری ورکړی.»  

رپوټ کې ډېر پام پر پاکستان ټول دی. رپوټ کې راغلي:«سي ای اې کلونه د پاکستان لوېدیځو غرونو کې یوه اډه لرله او له هغه ځایه یې د بې‌پیلوټه الوتکې بریدونه کول. خو په ۲۰۱۱ کال کې چې د دواړو هېوادونو اړیکې خړې پړې شوې نو ورسره دا اډه هم ختمه شوه. اوس چې نو په هر ډول معامله کار کېږي، نو دا به د پاکستان حکومت ته خواشینوونکی حقیقت وي، ځکه چې د اوږدې مودې راهیسې له طالبانو ملاتړ کوي.»

د نیویارک ټایمز په مقاله کې راغلي، چې پاکستان کې د نورو اډو په هکله خبرې روانې دي.

رپوټ کې راغلي:«د امریکایي او پاکستاني چارواکو ترمنځ خبرو کې پاکستاني لوري د اډو په بدل کې د بېلابېلو محدودیتونو غوښتنه کړې. همداراز غوښتنه یې کړې چې ورته په ډاګه شي، چې سي ای اې او پوځ په افغانستان کې کومې موخې لري. دا خبرې د درېیو باخبره امریکایانو په حواله دي.»

رپوټ کې راغلي، چې امریکایي ډېپلوماټان، سیمه کې پخوانيو شوروي جمهوریتونو کې د اډو جوړولو احتمال لټوي، خو د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین مخالفت ته یې هم پام دی.

په ارزونو خبرو یو څو کسانو نیویارک ټایمز ته ویلي، چې د افغانستان په هکله د سي ای اې او د امریکا د پوځ رپوټونه خواشینوونکي وو، چې په‌کې د افغانستان سویل او ختیځ کې د طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو لاسته‌راوړنې یادې شوې دي. دغه راز رپوټونو کې خبرداری ورکړل شوی، چې طالبان کولی شي په څو کلونو کې کابل ونیسي او بیا به پر لوېدیځ د برید لپاره خوندي ځای ورته جوړ وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روان ۲۰۲۱ میلادي کال، په اپریل میاشت کې د امریکا د سي ای اې مشر ویلیام بُرنز امریکایي سناتورانو ته وویل:«څومره چې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو نېټه رانږدې کېږي په افغانستان کې استخباراتي معلوماتو ته زموږ لاسری کمېږي.»

هغه زیاته کړې وه:«دا یو حقیقت دی.»

نیویارک ټایمز وایي، دې وروستیو اوونیو کې د امریکا د استخباراتو مشر اسلام ته تللی و او د پاکستان د پوځ او اې ایس اې له مشرانو سره یې لیدلي. خو کله چې د سي ای اې له یوه ویاند د دې سفر په هکله پوښتنه وشوه، نو هغوی له څه ویلو ډډه وکړه.

نیویارک ټایمز ته امریکایي چارواکو ویلي:«د دفاع وزیر لوېډاسټين د پاکستان د پوځ له مشر سره په ځلونو په ټلیفون خبرې کړي  او راتلونکې لپاره یې افغانستان کې د امریکا عملیاتو کې د پاکستان همکاري غوښتې ده.»

رپوټ کې دا هم راغلي، چې همدې روانه میاشت کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین خپل تاجکستاني سیال سره هم په ټلیفون غږېدلی خو لا نه ده معلومه چې تاجکستان کې د امریکا د اډو جوړولو په هکله یې خبرې کړې دي که نه؟

د نیویارک ټایمز یوه رپوټ کې راغلي، چې د امریکا د استخباراتي ادارې یا سي ای اې کارپوهانو، د طالبانو مخ په زیاتېدونکې ګواښ په هکله خبرداری ورکړی.

شریک یي کړئ