Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان ځواکونو په ملاتړ د ناټو بیاځلي ټينګار

د ناټو سرمُنشي ینس‌سټولټنبرګ وایي، افغانستان کې د ناټو پوځي حضور ختمېږي، خو دا له افغانانو د ملاتړ د ختمېدو مانا نه‌لري.

ښاغلی سټولټنبرګ ویلي، دوی نورې داسې لارې لټوي چې افغانستان کې پرې ترلاسه کړې "مهمې بریاوې" خوندي وساتل شي.

د ناټو سرمُنشي ویلي: "موږ په عین وخت کې، د افغانستان راتلونکې ته ګورو. داسې چې څرنګه کولی شو، افغانستان کې خپلې مهمې بریاوي خوندې وساتو."

نوموړي زیاته کړې: "موږ په همغږۍ خپل ځواکونه باسو."

د ناټو سرمُنشي ینس‌سټولټنبرګ ویلي، ناټو به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

ښاغلي سټولټبرنګ زیاته کړې: "موږ په دې هم غور کوو، چې له افغانستانه بهر افغان ځواکونو ته د روزنې اسانتیا برابر کړو، په خاصه توګه د ځانګړو عملیاتو ځواکونو ته ده."

د ناټو سرمُنشي دا خبرې پرون (دوشنبه، د غبرګولي په ۱۷ مه نېټه) د اتلانتیک شورا په کوربه‌توب یوه غونډې کې کړې دي.

سټولټنبرګ زیاته کړې: "موږ په دې هم کار کوو، چې څرنګه کړای شو، د هوایي ډګر په څېر مهمې زیربناوې خوندي وساتو، ترڅو ناټو په افغانستان کې د نړۍوالې ټولنې، د مرستو او ډېپلوماټيک حضور ملاتړ وکړي. نو پر دې بنسټ، د ناټو سازمان به افغانستان ته ژمن وي، خو د تېرو دوو لسیزو د نظامي ماموریت په څېر نه، بلکې په یوې بلې بڼې سره."

له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ د تېرې مۍ میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوې، چې ورسره، له سیاسي اړخه د هېواد راتلونکې په هکله اندېښنې راولاړې شوې، چې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې به څرنګه شي؟

د ناټو سرمُنشي دا هم ویلي، ناټو به افغانستان کې ملکي حضور ولري او د افغان ځواکونو د ظرفیت لوړولو کې به مرسته وکړي.

ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړې، پوهېږې چې: "افغانستان کې ډاډمن وضعیت نه دی او دا یو ستونزمن حالت دی."

د ناټو سرمُنشي په خپلو خبرو کې ویلي:" په بروکسل کې زموږ د وزیرانو څو غونډې وشوې همداراز، د سفیرانو په کچه غونډې وشوې. موږ خپلو کې مشورې کړي او البته چې افغانستان کې د دوو لسیزو، د پوځي حضور ختمول یوه سخته پرېکړه وه."

شریک یي کړئ