Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بدخشان کې درې تنه لاریون کوونکي وژل شوي او له ۲۰ زیات ټپیان دي

د بدخشان روغتیایي چارواکي وایي، نن (سه‌شنبه د غبرګولي په ۱۸ مه نېټه) د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې، د امنیتي ځواکونو او لاریون کوونکو ترمنځ نښته کې درې کسان وژل شوي او له ۲۰ زیات ټپیان دي.

د بدخشان ځینو اوسېدونکو د ناامنۍ پراخېدو او د اوبو او برېښنا د کمي ستونزو په غبرګون، په فیض‌اباد ښار کې مظاهره کړې ده.

طلو‌ع‌نیوز ته رسېدلې یوه وېډیو کې ښکاري، چې له ځینو ژوبلو کسانو وینې روانې دي او د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.

د بدخشان د والي ویاند نیک‌محمد نظري وایي، مظاهره‌چیان، له چارواکو سره د خپلو ستونزو له شریکولو پرته، د ولایت پر ودانۍ ورغلي او پر امنیتي ځواکونو یې د ډبرو ګوزارونه کړي.

د بدخشان ځینو اوسېدونکو د ناامنۍ پراخېدو او د اوبو او برېښنا د کمي ستونزو په غبرګون، په فیض‌اباد ښار کې لاریون کړی.

Thumbnail

د بدخشان روغتیایي چارواکي وایي، نن (سه‌شنبه د غبرګولي په ۱۸ مه نېټه) د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې، د امنیتي ځواکونو او لاریون کوونکو ترمنځ نښته کې درې کسان وژل شوي او له ۲۰ زیات ټپیان دي.

د بدخشان ځینو اوسېدونکو د ناامنۍ پراخېدو او د اوبو او برېښنا د کمي ستونزو په غبرګون، په فیض‌اباد ښار کې مظاهره کړې ده.

طلو‌ع‌نیوز ته رسېدلې یوه وېډیو کې ښکاري، چې له ځینو ژوبلو کسانو وینې روانې دي او د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.

د بدخشان د والي ویاند نیک‌محمد نظري وایي، مظاهره‌چیان، له چارواکو سره د خپلو ستونزو له شریکولو پرته، د ولایت پر ودانۍ ورغلي او پر امنیتي ځواکونو یې د ډبرو ګوزارونه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه