Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تښتوونکو یوځل بیا د عبدالرووف کورنۍ په مرګ وګواښله

د تښتول شوي بلخي ماشوم پلار وايي، انسان تښتوونکو اوس اوس د ده د زوی عبدالرووف یو غږیز پیغام ورلېږلی او داسې ورته ښکاري چې زوی یې سخت ناروغ دی.

په دغه غږیز پیغام کې عبدالرووف په داسې حال کې چې، په پرله پسې توګه ټوخېږي له زګېروي سره وايي چې، له یوې اوونۍ راهیسې ناروغه دی او د ستوني او سر له درده کړېږي:«یوه اوونۍ کېږي چې ډېر سخت ناروغ یم، ستونی مې درد کوي، سر مې درد کوي، پښې او ټول ځان مې درد کوي، اوبه او ډوډۍ نه شم خوړلای او که وې خورم یو ساعت وروسته کانګې کوم.»

د عبدالرووف پلار محمدنبي وايي چې انسان تښتوونکو د دغه غږیز پیغام له استولو سره هغه ته ګواښ کړی که چېرې پیسې ورنه کړي، دی په خپله او کورنۍ به یې ووژني:«ګواښونه یې ډېر لوړ دي چې موږ تا په خپله له منځه وړو او کورنۍ دې له منځه وړو. هغوی (تښټوونکي) ویلي چې دولت په اتو میاشتو کې کوم ثبوت پیدا نه شوای کړی بیا هم نه شي کولای تر هغې چې کومې پیسې مو ښودلي دي هغه را نه کړئ.»

د پروسږکال په لړم میاشت کې، په مزار شریف کې ناپيژاندو وسله والو عبدالرووف له کوره ښوونځي ته پرلاره وتښتاوه. په دې موده کې تښتونکو په ځلونو د هغه کورنۍ ته ویډیوګانې او غږیز پیعامونه لېږلي دي او د هغه د خوشي کېدو په بدل ې یې دولس لکه ډالره غوښتي دي.

د عبدالرووف کورنۍ ته د تښتوو نکو له لوري د هغه په لېږل شویو ویډیوګانو او غږیزو پيعامونو کې لیدل کېږي چې د دغه ماشوم لاس او پښې تړلي دي او د تښتوونکو له لوري ځورول کېږي.

له دې سره سم، په مزارشریف کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر مشر دغه تښتوونه یو بشري جنایت ګڼي او له حکومته غواړي چې، د یاد ماشوم د خلاصون په برخه کې لسټوني رابډوهي.
 
په شمال کې د بشري حقونو کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس سیدمحمد سامع وايي:«دا څه معما ده چې یو ماشوم څه باندې اته میاشتې د تښتوونکو په منګولو کې دی او نه ازادېږي زه هیله لرم چې دولت له عاجل او اړین اقدام سره لاس په کار شي او عبدالرووف له دغه وضعیته وژغوري.»

په دې تړاو مو د بلخ د ځایي چارواکو نظر ترلاسه نه کړای شو، خو شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې ولسمشر د بلخ ځایي چارواکو ته خبرداری ورکړی و چې که عبدالرووف پیدا نه کړي له خپلو دندو به یې لېرې کړي،خو لیدل کیږي چې دغه خبرداری هم اغېزناک نه دی پرېوتی.

په مزارشریف کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر مشر دغه تښتوونه یو بشري جنایت ګڼي او له حکومته غواړي چې، د یاد ماشوم د خلاصون په برخه کې لسټوني رابډوهي.

شریک یي کړئ