Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بدخشان کې په تاوتریخوالي د لاریون اوښتو ۳ تنه وژلي او۴۰ ټپيان کړي

د بدخشان په فیض اباد ښار کې د لاریون د تاوتریخجن کېدو په لړ کې دري تنه معترضان وژل شوي او څه باندې ۴۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

دغه لاریون د ناامنیو زیاتوالي، د اوبو او برېښنا د کمښت او همدارنګه د شورابک بند د نه پرانیستو په اعتراض کې پيل شوي دي.

د بدخشان یو اوسېدونکی وايي:«د یوه حکومت درې بنسټيز اصلونه، اوبه، امنیت، او برېښنا ده چې له بده مرغه په بدخشان کې له درې واړه اصلو محروم یوو.»

په داسې حال کې چې لاریون کوونکي امنیتي ځواکونه تورن وي چې پر دوی یې ډزې کړې دي؛ خو ځايي چارواکي د دغه لاریون د تاوتریخوالي لامل خلک ګڼي. 

د بدخشان د خلکو لاریون چې د سه شنبې ورځې له اتو بجو پېل شو، په ساعتونو وغځېد او اعتراض کوونکي د بدخشان ولایت د مقام تر دروازو ورسېدل.

د بدخشان بل اوسېدونکي هم وویل:«موږ اوبو ته تږي یوو، موږ په تیارو کې ژوند کوو، موږ د اوبو غوښتنې، د برېښنا غوښتنې او د حق غوښتنې لپاره ګام پورته کړی دی.»

خو اعتراضونه په تاوتریخوالي واوښتل، دواړه لوري یو بل د تاوتریخوالي په پيلولو تورنوي. د بدخشان د والي ویاند وایي چې قهرجنو لاریونوالو د مستوفیت ادارې په ګډون څو ودانیو ته اور ورته کړ.

د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ اکبري څرګندوي:«د بدخشان ولایت له دولتي چارواکو په کلکه غوښتنه کوم، له ښاغلي والي صاحب، له امنیه قومندانه، د امنیت له رییس صاحب نه چې دا موضوع په جدي توګه وڅېړي.»

لاریونوال ځایي چارواکي خپلو غوښتنو ته په نه پاملرنه تورنوي او وایي چې تر هغې به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي چې غوښتنې یې پرځای شوې نه وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه