Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ځينو ولسوالیو د پرځېدو له امله د حکومت پر جنګي مدیریت نیوکې

د طالبانو له خوا د غزني د جغتو او آب بند، د فاریاب د دولت اباد او د بادغیس د جوند ولسوالیو ولکه د دې لامل شوې ده چې مشرانو جرګه د حکومت د جګړې پر کمزوري مدیریت نیوکه وکړي.

د مشرانو جرګې د دفاعي چارو کمېسیون او یو شمېر هېوادوال د امنیتي او دفاعي بنسټونو پر جنګي تګلارې په نیوکو سره وايي، د دغو بنسټونو ناغېړي او په پرله پسې توګه د ولسوالیو پرځېد، ډېرې پوښتنې راولاړې کړې دي.

دوی وايي، امنیتي او دفاعي بنسټونه په دې اړه ځواب ویونکي نه دي.

په تېرو څه کم ۲۴ ساعتونو کې د طالبانو له لوري د فاریاب د دولت آباد د بادغیس جوند او د غزني د جغتو او آب بند د ولسوالیو د مرکزونو په نیولو کېدو سره د ځينو سرچینو په وینا په نږدې دوو میاشتو کې د طالبانو لاسته د ورغلو ولسوالیو شمېر اتلسو ته ورسېد.

د ولسي جرګې غړی عارف نوري وايي:«موږ د مُقر او رشیدان ولسوالیو په هکله اندېښمن یوو چې په کلکه په محاصره کې دي او ډېره مرګ ژوبله یې هم لرلې ده.»

د بغلان برکه، د میدان وردګ نرخ او جلریز، د لغمان دولت شاه، د فاریاب  قیصار، د ارزګان ګېزاب، او د غور شهرک هغه ولسوالۍ دي چې د حکومت له لوري د پرځېدو پخلی شوی دی، خو طالبان ادعا لري چې پر دغو ولسوالیو سربېره د لوګر څرخ، د نورستان دوآب او منډول، د هرات فارسي، د غزني ده یک، د زابل شینکۍ او د دایکندي  ګېزاب هغه ولسوالۍ دي چې مرکزونه یې دغې ډلې نیولي دي.
  
د کابل اوسېدونکی میرسلام الدین وايي:«د خدای په پار شل ولسوالۍ سقوط کوي او دولت هېچا ته رسېدنه نه شي کولای. له دولته غواړو چې یوه بنسټيزه حل لار پيدا کړي.»
               
د مشرانو جرګې د دفاعي کمېسیون رییس هاشم الکوزی هم څرګندوي:«تاسې د ولسوالۍ په غم کې یاست، پنځه یا لس ورځې وروسته ولایتونه سقوط کوي. ولایت هم اوس کلابند دی او په خراب وضعیت کې دی.»

بل خوا یو شمېر پخواني پوځيان وایي چې اړتیا ده د سولې بهیر ته پام زیات شي.

د کورنیو چارو پخواني وزیر مسعود اندرابي وویل:«که چېرې له دغه جنګي وضعیت څخه وتلو بار موږ یوازې او یوازې د امنیتي سکټور په اوږو واچوو. فکر نه کوم ډېره به ګرانه وي. بهرنیو ځواکونو له خپلو لکونو ځواکونو سره ونه شوای کړی او دا امنیتي سکټور ته ډېره ستونزمنه ده چې په دې وخت کې وروستي ټکي ته ورسېږي.»
         
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی څرګندوي:«امنیتي ځواکونه مو د دغو سیمو د بېرته نیولو او د دښمن د ځپلو لپاره جامع پروګرامونه او امنیتي تابیاوې لري او په دغو سیمو کې به وضعیت ډېر ژر بدلون وکړي.»

که څه هم امنیتي ادارې د طالبانو مرګ ژوبله تر دولتي ځواکونو په ځلونو زیاته ګڼي، خو طلوع نیوز ته رارسېدلي اطلاعات ښيي چې د دغو ځواکونو ورځنۍ مرګ ژوبله هم څه باندې سلو ته رسېږي.

سیمه ییزو مسوولینو یوازې د لسو ولسوالیو له مرکزونو د تکتیکي شاتک پخلی کړی؛ خو طالبان بیا ادعا کوي چې، د روان کال له پیل راهیسې یې د ۱۸ ولسوالیو مرکزونه نیولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه