د افغانستان برېښنا شرکت وايي، په پروان او هرات کې د برېښنا د درېیو نورو ستنو له الوزولو سره د برېښنا د ویجاړو شویو ستنو شمېر ۲۳ ته ورسېدې.
د یاد شرکت د مسوولینو په وینا، دغه ۲۳ ستنې یوازې په تېره یوه میاشت کې الوزول شوې دي.
په سالنګ کې د برېښنا د دوو ستنو په الوزولو سره له تېرې شپې راهیسې د کابل او یو شمېر نورو ولایتونو وارداتي برېښنا پرې شوې ده.
د برېښنا د دغو ستنو په مټ د پلازمېنې په ګډون اتو ولایتونو ته برېښنا رسېده، خو دا ستنې د دوشنبې شپې په شاوخوا لسو بجو والوزول شوې.
د سیمې یو تن اوسېدونکی نورالحق وايي:«چاودنه دومره زوروره وه چې کورونه یې ولړزول. څو شېبې وروسته بله چاودنه وشوه او همدا راز پنځه چاودنې وشوې.»
د برېښنا شرکت تخنیکي کارکوونکي چې د ورځې په لومړنيو ساعتونو کې دغه ځای ته رسېدلي دي وایي د دغو ستنو بیارغاونه په دغه غره کې د لارې د نشتوالي له امله سخته ده.
د برېښنا شرکت د لوړ ولتاژ واحد رییس احد څرګندوي:«په تول کې هغه ستنې چې ویجاړې شوې دي، چې د لیدو وړ دي ۳۵ ستنو ته رسېږي، البته په یوې میاشت کې.»
خو دوی تر دولسو بجو وتوانېدل چې د برېښنا مزي په لنډمهالي توګه ونښلوي.
په تېره یوه میاشت کې په پرله پسې توګه د برېښنا د ۲۳ ستنو الوزولو ډېرې پوښتنې راولاړې کړي دی. د پروان د برېښنا شرکت وایي چې امنیتي ځواکونو د برېښنا پرستنو د برید په تړاو دوی ته څه نه دي ویلي.
په پروان کې د برېښنا ریاست وايي چې امنیتي ځواکونه د برېښنا پر ستنو د بریدونو او د دغو بریدونو د عاملانو په هکله هغوی ته څه نه دي ویلي.
د پروان د برېښنا رییس روح الله ساجد زیاته کړه:«موږ په پروان ولایت کې دوه ستنې په سالنګ، څلور ستنې په جنګل باغ او یوه ستنه په رباط کې لرو.»
تر هغه وروسته چې تېره اوونۍ د کابل په قره باغ کې د بریښنا یوه ستن والوزول شوه، طالبانو په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړل، خو داعش د دې پېښې مسوولیت پرغاړه واخیست.
د پروان د امنیتي ځواکونو د همغږۍ قومندان محمد حامد نیازي څرګندوي:«اوس موږ درې تنه شکمن کسان نیولي دي.»
په شمالي کې ځينې سرچیني په حکومت کې دننه او بهر یو شمېر کسان د برېښنا د ستنو په ویجاړولو کې په لاس لرلو تورنوي.
بل خوا له هراته رارسېدلی خبر وایي چې نن سهار د دغه ولایت د کهسان ولسوالۍ په کمانه کلي کې د برېښنا یوه ستنه والوزول شوه او د دغه ولایت برېښنا پرې شوه.
په دې اړه مو اندونه