Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رپوټ: هند له طالبانو سره اړیکه پیل کړې

هندوستان ټایمز نن (چهارشنبه د غبرګولي په ۱۹ مه) داسې رپوټ خپور کړی، چې هند په لومړي ځل، د طالبانو د مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر په ګډون، د طالبانو له مشرانو سره د خبرو اترو رابطې جوړې کړې دي.

رپوټ وایي، په دې ګام سره هند یو "پام وړ بدلون" راولي، داسې چې تراوسه یې طالبانو سره هېڅ راشه‌درشه نه وه.

هندوستان ټایمز ته یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، چې دغه رابطه، د هندي امنیتي چارواکو له‌خوا یوازې هغو "ملتپاله" طالب لوریو او مشرانو سره ده، چې د پاکستان او ایران نفوذ پرې نشته.

هندوستان ټایمز ته سرچینو ویلي، د هند او طالبانو رابطه، د تېرو څو میاشتو راهیسې ده، خو لا یې هم څرنګوالی معلوم نه‌دی.

رپوټ کې د ملا برادر په هکله راغلي، چې هندي لوري سره یې پیغامونه تبادله کړي، خو د دواړو غاړو ترمنځ د کومې غونډې پخلی لا نه دی شوی.

هندوستان ټایمز ته سرچینو دا هم ویلي، چې د دواړو خواوو د بې باورۍ سره سره، ځینو نورو طالبانو سره هم رابطې شوې دي.

د رپوټ پر بنسټ، هند د سیمې په کچه د افغانستان د پرمختیا او بیارغاونې چارو کې تر بل هر هېواد ډېر فعال پاتې شوی، داسې چې درې میلیارده ډالر یې لګولي، خو طالبانو سره د اړیکې په برخه کې د سیمې د نورو لوبغاړو، لکه: روسیې، چین او ایران پرتله، څنډې ته پاتې شوی دی او کېدای یو لامل دا وي، چې د پاکستان پوځ د اوږدې مودې راهیسې له طالبانو سره اړیکه لري.

نیویارک ټایمز ته یوې بلې سرچینې ویلي:«خو اوس یو لوی بدلون راروان دی، داسې چې؛ شته ځینې چې فکر کوي، طالبانو سره رابطه لرل به غوره وي.»

نیویارک ټایمز سره چې چا خبرې کړي، په "ډېره څرګنده توګه" یې ویلي، د هند رابطه د حقاني شبکې او د کوټې شورا له غړو سره نه ده شوې، ځکه چې هغوی د پاکستان د پوځ "لاسپوڅي" دي.

دې رپوټ ته د هند حکومت رسمي ځواب نه دی ویلی.

کابل ته، د افغانستان، پاکستان او ایران لپاره د هند بهرنیو چارو وزارت استازي "جي‌پي سینګ" د تېرې میاشتې سفر، د افغانستان له مشرانو سره د راشې‌درشې د دوام یوه برخه وه.

هندوستان ټایمز ته یوې سرچینې دا هم ویلي:«سینګ له بېلابېلو لوریو سره وکتل او عیني حالت یې وارزاوه، داسې چې د لومړي لاس په خبرو یې سر خلاص شو.»

شریک یي کړئ