Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بلخ پر امنیه قومندانۍ د طالبانو په برید کې ۱۶ تنه وژل شوي

د بلخ ولایت د بلخ ولسوال وايي، د دغې ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ د طالبانو په درې ورځې مخکې برید کې د دوو ولسي وګړو په ګډون ۱۶ نظامیان وژل شوي او د ۶۷ نورو ولسي وګړو په ګډون ۱۱۷ پوځيان ټپیان شوي دي.

بلخ ولسوال محمد یونس ستانکزی زیاتوي، په دې پېښه کې لس کورونه او ۸۰ هټۍ هم زیانمنې شوې دي:«له بده مرغه چې د ولسوالۍ ودانۍ هم سل په سلو کې ویجاړه شوې ده او د قومندانۍ ودانۍ هم ۸۰ سلنه ویجاړه شوې ده.»

د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۱۶مه) غرمه مهال طالبانو له چاودېدونکو توکو څخه ډک یوه هاموې ټانک ته د بلخ ولسوالۍ امنیه قومندانۍ ته څېرمه چاودنه وروکړه.

له دې سره سم، د دغې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، له دغې پېښې سخت ویرېدلي او له درېیو ورځو راهیسې د ولسوالۍ په مرکز کې ګڼه ګوڼه هم کمه شوې ده.

د طلوع نیوز خبریال عارف مسوي چې د دغې پېښې ځای ته تللی وايي، د امنیتي ګواښونو له امله اړ شوی چې دغې ولسوالۍ ته له فرعي لارو  ولاړ شي.

نوموړی وايي چې د بلخ د امنیه قوماندانۍ پر ودانۍ موټر بم برید دلته وحشت رامنځته کړی دی. هرڅه نړېدلې او پاشل شوي دي. ان پر دېوالونو د وینو نښې لیدل کېږي. 

د بلخ ولسوال محمدیونس ستانکزی زیاتوي:«یوه دوه ورځې اداري کارونه ځنډېدلي دي چې موږ سیمه بیا پاکه کړو او خپل اداري کتابونه د خاورو له لاندې راوباسو. خو موږ که چېرې وتوانېدو خپل کارونه دننه له ولسوالۍ له څو مټره لېرې نه پیل وو.»

د بلخ ولسوالۍ مرکز پخوانۍ ګڼه ګوڼه نه لري. ځینې هټۍ تړلې دي، د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې د دې ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ موټر بم برید کې تر ډېره ولسي وګړي زیانمن شوي دي.
 
د بلخ اوسېدونکی عبدالکریم وايي:«ښار او بازار ته څوک نه راځي. لار تړلې ده. سیمه وحشت وهلې ده.»

تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې له چاوېدونکو توکو یو ډک موټر څرنګه د  بلخ ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ تر ودانۍ رسېدلی دی. خو د بلخ ولسوالۍ امنیتي ځواکونه وایي چې د بریدګرو موټر په لومړي چيک پاینټ کې تر پېژندلو وروسته په نښه شو.

د بلخ ولسوالۍ امنیه قومندان ضیاءالحق توفان څرګنده کړه:«زموږ پرسونل په سیمه کې تنظیم شوی هېڅ ډول اندېښنه مه کوئ ټول دې په خپلو دندو او خپل کسب او کار کې وي.»

دیني عالمان دا برید غني او  دا کار له اسلامي لارښوونو سره په ټکر کې ګڼي.

د بلخ ولسوالۍ د مزارشریف په څلرویشت کېلومټرۍ کې پرته ده او اوس مهال د بلخ ولایت یوه له ناامنو ولسوالیو ګڼل کېږي.

شریک یي کړئ