Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بهرنیو چارو وزارت: د لاهې محکمه د بشر ضد وروستۍ پېښې څېړي

په افغانستان کې د هزاره ګانو د نسل وژنې په هکله د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون له اعتراف وروسته د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان حکومت او نړۍ واله یا لاهه محکمه په هېواد کې وروستي او په ځانګړې توګه د کابل په لوېدیځ کې بشري ضد پېښې څېړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي، د هېواد بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هالند ته په خپل وروستي سفر کې په افغانستان کې وروستۍ بشري ضد پېښې د نړۍوالې محکمې له څارنوالانو سره شریکې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حامد تهذیب وویل:«پر زده کوونکو او ولسي وګړو وروستي ترهګریز بریدونه د هېواد د عدلي او قضايي بنسټونو او نړیوالې محکمې لاهې د ګډو څېړنیزو کارونو په لومړیتوب کې دي.»

خو د ولسي جرګې ځينې غړي حکومت پر هزاره ګانو د وروستیو بریدونو په تړاو بې وسه ګڼي او زیاتوي چې، دغه وژنې باید نسل وژنه وبلل شي.

د ولسي جرګې د امنیتي کمېسیون ځينې غړي وایي د دوی موندنې ښيي چې په وروستیو نژدې دریو کلونو کې په هېواد په تېره بیا د کابل په لوېدیځ کې پر هزاره وګړو ۳۵بریدونه شوي دي.
 
 د ولسي جرګې غړی مهدي راسخ وايي:«په کابل کې څه باندې ۳۵ فجیع بریدونه چې نسل وژنه ګڼل کېږي شوي دي خو له بده مرغه حکومت هېڅ اقدام نه دی کړی.»

د ولسي جرګې غړی عبدالرووف انعامي هم څرګنده کړه:«د دوی امنیت یې ځايي جوړ وه که چېرې د حکومت له وسې پوره نه و د اوسېدونکو له ضمانت سره د دوی امنیت یې محلي کړی وای ترڅو په خپله یې خپل امنیت نیولی وای.»

د بشري حقونو ادارې هم په داسې حال کې چې پر هزاره وګړو پرله پسې بریدونه بشري ضد جنایت ګڼي، له حکومته غواړی چې دغه بریدونه د بشري حقونو له نړیوالو ادارو سره وڅېړي.
  
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د عامه اړیکو رییس ذبیح الله فرهنګ وویل:«څرګنده دې شي چې څوک او یا هم کوم کسان د دغه راز کړنو لامل کېږي او څوک او یا هڅو کوم کسان له دغو بریدونو او پېښو ملاتړ کوي.»
           
د ولسي جرګې د بشري حقونو د کمېسیون رییسه ناهید فرید وايي:«که چېرې په ملی کچه حکومت د دې وس نه لري، نړیوالې محکمې ډېرې دي د ای سي سي مخکې په ګډون چې کولای شي په دې برخه کې له افغان حکومت سره همغږی شي.»

د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په هېواد کې د لویو برېدونو جزیات د دغه وزارت له لوري په هالنډ کې د لاهې له نړیوالې محکمې سره شریک شوي دي.

د کابل لوېدیځ یوه له هغو سیمو ده چې په وروستۍ یوه میاشت کې څو امنیتي پېښې په کې شوې دي. دغلته د سیدالشهدا ښوونځي پر زده کوونکو برید کې نژدې درې سوه تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د ولسي جرګې ځينې غړي حکومت پر هزاره ګانو د وروستیو بریدونو په تړاو بې وسه ګڼي او زیاتوي چې، دغه وژنې باید نسل وژنه وبلل شي.

شریک یي کړئ