Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

رپوټ: که کابل خطر کې شي پنټاګون به مرستې ته راودانګي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون (چهارشنبه د غبرګولي په ۱۹ مه نېټه) رپوټ خپور کړی، چې پنټاګون اوس په دې غور کوي، چې که طالبان د کابل ښار د نیولو خطر پېښ کړي، نو امریکایي ځواکونه به د بې‌پیلوټه یا جنګي الوتکو بریدونو سره د افغان ځواکونو ملاتړ ته راوادنګي.

نیویارګ ټایمز ته جګپوړو امریکایي چارواکو ویلي، چې که طالبان کابل یا کوم بل لوی ښار د سقوط ګواښ سره مخامخ شي نو دوی به څه ګام اخلي؟ ځکه خو د امریکا دفاع وزارت، هغه مهال لپاره د هوایي بریدونو د اجازې په اخېستلو له اوسه غور کوي.

دې رپوټ کې راغلي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن او د ملي امنیت سلاکار یې، تر دې وړاندې ویلي وو، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو سره، د هوایي ځواک ملاتړ هم ختمېږي، خو په هغه صورت کې به بریدونه کوي، چې ترهګرې ډلې داسې بریدونه وکړي چې امریکا ته خطر پېښ کړي.

امریکایي چارواکو ویلي لا پرېکړه نه ده شوې، خو یو غوراوی دادی، چې:«یو سخت حالت، یعنې د کابل سقوط یا کلابندۍ مهال او یا هم د امریکا او ملګرو هېوادونو یې د سفارتونو او وګړو د خطر سره مخامخېدو مهال کې به، د امریکا جنګي یا بې پېلوټه الوتکې د افغان هوايي ځواک ملاتړ کوي.»

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکایي چارواکو په حواله لیکلي، د افغان ځواکونو نه دغسې ملاتړ به د ډېر وخت لپاره له لوجیستکي اړخه ستونزمن وي، ځکه چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه وتلو سره ټول امکانات باسي او د ډېرو هوایي بریدونو لپاره باید د امریکا ولسمشر جوبایډن امر وکړي.

د نیویارک ټایمزر د رپوټ پر بنسټ:«امریکا به تر راتلونکې میاشتې افغانستان کې ټولې هوایي اډې پرېږدي او راتلونکې کې ټول هوایي بریدونه به په قوي احتمال چې له خلیجه ترسره شي.»

چارواکو ویلي:« د کابل سقوط به بحران پېښ کړي چې کېدای شي د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د امریکا پوځي مداخلې ته لار برابر کړي.»

د امریکا د هوایي ځواک سرپرست جان روټ د سه‌شنبې په ورځ امریکایي قانون جوړوونکو ته ویلي، اوس لپاره د سیمې له موجودو اډو به  افغانستان کې د ترهګرۍ سره مبارزه وشي.

ښاغلي روټ ویلي:«هوایي ځواک د دغو عملیاتو او د ځانونو خوندیتوب لپاره، د ۲۰۲۲ کال بودیجه کې شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري، چې باید برابره شي. که چېرې بودیجه تغییر کېږي، نو کېدای شي پورتني موارد هم بدل شي چې د عملیاتو په حساب به وي، خو دفاع وزارت سږکال له بودیجې کار اخېستل بند کړي.»

د رپوټ پر بنسټ د امریکا د دفاع وزیر مرستیال کاټلین هېکس ویلي، چې متحده ایالتونه به، له افغان هوايي ځواک ملاتړ کوي.

ښاغلي هیکس ویلي:«دمګړۍ موږ په هر څه کار کوو.»

نوموړي زیاته کړې:« موږ باید سیمه‌ییز اړخونه او متحد چلن په پام کې ونیسو. د سږکال په دوبي کې به، ولسمشر ته وړاندیزونه ولرو. ځکه چې دا ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره دي، هغسې چې لپاره یې امریکا په افغانستان کې وه.»

تېر اپریل کې د امریکا ولسمشر جوبايډن اعلان وکړ، چې د راروان سپټمبر تر ۱۱ مې له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي. 

اوس اوس یعنې وړمه ورځ د امریکا ولسمشر د امریکا د کانګرس ځینو کمیټو ته په یوه لیک کې لیکلي:«د امریکا متحده ایالتونه به سیمه کې، ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې وړتیا برابره کړي، چې افغانستان کې د ترهګرۍ د ګواښ راپیدا کېدو مخنیوی وشي.»

بایډن زیاته کړې:«موږ به طالبان او د افغانستان حکومت ځواب‌ویونکي وګڼو چې امریکا سره په خپلو کړو ژمنو ولاړ پاتې شي، داسې چې د افغانستان له خاورې به امریکا او متحدانو ته یې د ترهګرۍ ګواښ نه وي. موږ به پر خپله ملي تګلاره غور وکړو، په داسې شکل چې، هر ځای چې د ترهګرۍ ګواښ وي، له منځه به یې وړو.»

بایډن په دې لیک کې ویلي، چې امریکا او ملګرو یې په تېرو څو لسیزو کې سلګونه زره افغان پوځیان روزلي دي.

هغه زیاته کړې، اوسمهال د افغانستان د پوځیانو شمېر نږدې ۳ سوه زره تنه دی.

بایډن ویلي:«هغوی یعنې افغان ځواکونه به په مېړانه مبارزې ته دوام ورکړي چې د افغانانو ساتنه وکړي.»

جوبایډن دا هم ویلي:«د کانګرس په ملاتړ به، موږ د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړو. موږ به د افغان مېرمنو او نجونو له حقونو دفاع ته ملاتړ ورکړو. همداشان افغانستان سره به پام وړ بشرپالې او پرمختیايي مرستې وکړو.»

جوبایډن زیاته کړې:«موږ به د دېپلوماسۍ پر مټ د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې له خبرو ملاتړ وکړو، چې ملګري‌ملتونه په‌کې د اسانچارۍ رول لري. او موږ به په سیمه کې نور هېوادونه او په ځانګړې توګه پاکستان وهڅوو، چې افغانستان کې له ټیکاو نور ملاتړ هم وکړي.»

د امریکا ولسمشر دا هم ویلي:«خو موږ به چاته دا اجازه ورنه‌کړو چې زموږ سرتېري د نورو هېوادونو ترمنځ معاملو کې ښکېل کړي. دا به افغانستان لپاره زموږ یو مظبوط جوړښت وي.»

د امریکا د ولسمشر په وینا:«موږ به خپلو ملګرو سره په پوره همغږۍ، مسوولانه او خوندي له افغانستان وځو. زموږ د ناټو ملګري او عملیاتي شریکان، کوم چې په تېرو نږدې شلو کلونو کې موږ سره اوږه په اوږه وو او قرباني یې ورکړې، اوس زموږ له ځواکونو سره یوځای له افغانستانه وځي. موږ یوځای افغانستان ته تللي وو او یو ځای وځو.»

د امریکا دفاع وزارت پر دې غور کوي، چې که د کابل ښار خطر کې شي، نو د افغان ځواکونو ملاتړ لپاره به هوایي بریدونه وکړي.

شریک یي کړئ